په افغانستان کې د ناټو د شپې عملیاتو ته په بده سترګه کتل کېږي

وسله وال طالبان
Image caption وسله والو طالبانو پر امنیتي ځواکونو بریدونه له دې کبله ډېر کړي، چې د پولیسو او افغان ځواکونو له لیکو سره د یوځای کېدونکو ځوانانو زړونه تور کړي.

د پلازمېنې کابل په لمن کې د یوه کلي د خټينې ودانۍ دېوالونو شاوخوا چوپه خوله خو قهرېدلي ډله ولاړه وه.

د کور د ننه دوو کوچنیو ماشومانو د غم له کبله چیغې وهلې.

د امریکايي ځواکونو د شپې په عملیاتو کې د کورنۍ مشر وژل شوی و.

په وینو ککړو روجايي ګانو په منځ کې د کورنۍ یوه غړي پر کړکۍ لګېدلو مرمیو ته په اشارې سره وویل، چې د کورنۍ مشر یې په خپله بستره کې وژل شوی دی.

'ښکېلاک ګر'

د امریکايي ځواکونو یوه ویاند بي بي سي ته وویل، چې وژل شوی کس دوی ته یو ګواښ و، چې په وینا یې له خپل کوره له ټوپک سره راوتلی و.

امریکايي ځواکونو له افغان پولیسو سره د یوه شکمن کس د نیولو په عملیاتو کې مرسته کوله.

څو ساعته وروسته دوی نیول شوی شکمن کس خوشې کړ، او وویل چې هغه یې په تېروتنه نیولی، خو خلک د ملامتۍ ګوته امریکایانو ته نیسي.

Image caption د بهرنیو ځواکونو له خوا د شپې په عملیاتو کې د ولسي وګړو وژل کېدل پر یوې جنجالي موضوع اوښتې ده.

یوه سړي وویل ''دوی دلته د امنیت راوستو لپاره راغلي، خو د عامو خلکو په وژنې سره موږ ددوی پرضد د ټوپک راخیستو ته اړ کېږو چې غرونو ته وخېژو.''

په ټوله کې افغانان د شپې په عملیاتو کې د ولسي وګړو پر وژل کېدو قهرېدلي دي.

له همدې کبله خلک په خپلو زړونو کې نړیوالو ځواکونو ته د ښکېلاک ګرو په سترګه ګوري، چې له دې سره یې له طالبانو سره ملاتړ زیاتېږي.

خو ناټو د اوسنۍ تګلارې له مخې، دغه تړون روانه جګړه افغاني جګړه ګرځوي، چې د بهرنیو ځواکونو پرځای ټول جګړه ييز مسؤولیتونه افغان ځواکونو ته وسپاري.

اوس ډېره هڅه دا ده چې افغان پولیسو او پوځ ته نوي کسان راجلب کړل شي، او تر ټولو د پام وړ خبره دا ده چې د پنتاګان په بوديجه کې د افغان ځواکونو روزنه ډېره په پام کې نیول شوې ده.

ایا دغه ځواکونه به وتوانېږي؟

د افغانستان هلمند ته د بي بي سي د یوه سفر پرمهال په یوه اخیستل شوي فلم کې د پولیسو افسران د خپلې دندې پرمهال چرس څکوي. که څه هم ټول پولیس دا کار نه کوي، خو زیاتره برخه یې دا کار کوي.

د افغان پوځ او پولیسو دواړو له لیکو څخه د تېښتې لوړه فیصده لاهم موجوده ده، که کوم یو پوځي کنډک ته ولاړ شو، ۴۶ سلنه یې له رخصت اخیستلو پرته پر نورو کارونو بوخت یا ناسوب وي.

امریکایان هڅه کوي چې په غربیل کې اوبه راتمې کړي.

که څه هم یو شمېر افغان پوځي کنډکونه سم روزل شوي، خو بیا هم تر ټولو ښه روزل شوي افغان ځواکونه د شپې مهال د امریکايي ځواکونو پرځای د عملیاتو ترسره کولو وړتیا نه لري.

په تېره یوه میاشت کې د ناټو ځانګړو ځواکونو د شپې شاوخوا ۲۹۳ عملیات کړي دي.

یوې جګپوړې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې ددغو عملیاتو په پایله کې ۷۵ "اورپکي" وژل شوي او ۵۲۱ نور نیول شوي او په دوی کې ۱۲۹ مطلوب کسان ول.

د ناټو قومندانان په دې باور دي چې د طالبانو د جنګي رهبرۍ مهم کسان یې وژلي او یا نيولي دي.

یوه بل جګپوړي افسر ویلي چې د طالبانو د سر کسانو د نیول کېدو یا وژل کېدو پرځای کوم چا میل نه دی ښودلی چې د هغوی ځای ونیسي چې په وینا یې اوس د هغوی جګړه ییزه وړتیا کمزورې شوې ده.

که څه هم ناټو د شپې مهال د عملیاتو د بریا خبرې کوي، چې کېدای شي دا د دې لامل شي چې د طالبانو په مشرتابه کې یو سخت دريځه ډله رامنځ ته شي.

لکه څنګه چې امریکايي افسران په جګړو کې د خپلو بریاوو خبره کوي، خو اورپکي هم خپل رول لري.

له طالبانو سره مې د امريکا سمندري ځواکونه ولیدل، چې په جګړه کې یې په مهارت سره اورپکي وژل، که څه هم ګڼ شمېر طالبان ووژل شي، خو پر طالبانو بریا ستونزمنه ښکاري.

جګړه ییز عملیات

د ځینو اټکلونو له مخې، پنځه کاله وړندې د طالبانو شمېر ۱۰۰۰۰ ته رسېده، او اوس داسې انګیرنه ده چې شمېر به یې د ۲۵۰۰۰ او ۳۰۰۰۰ ترمنځ وي.

په ناټو کې هېڅوک هم داسې انګیرنه نه لري چې د جګړې له لارې به پر طالبانو بری ومومي.

Image caption په پام کې ده چې په راتلونکې جولای کې افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو سپارل پیل شي.

له همدې کبله، اوس ډېره هڅه دا ده چې له طالبانو سره د خبرو اترو او پخلاینې هڅې ګړندۍ شي، خو په دې کې هم د کومې بریا نښې نه لیدل کېږي.

په پام کې ده چې د روان ۲۰۱۱ کال په جولای میاشت کې د جګړې مشري افغان ځواکونو ته وسپارل شي، او دا چاره به د ۲۰۱۴ کال تر پایه بشپړه شي.

ناټو هیله لري چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه راټيټه شي او افغان ځواکونه به په اغېزناکه توګه د امنيتي چارو د ټينګښت بار پر اوږو یووړی شي.

خو پر همدې مهال په اوړي کې د طالبانو د عملیاتو اټکل هم کېږي، او افغان ځواکونو ته به د ناټو له خوا د امنیتي چارو سپارل تر ټولو یوه لویه ازموینه وي.

هرڅوک اوس دې ته سترګې پر لاره دي، چې افغان ځوکونه به د امنيتي چارو په سمبالښت کې تر کومه بریالي وي.

ورته مطالب