د اروزګان چارواکو د بیارغونې او پرمختیا هوډ وکړ

ښاغلی شېرزاد
Image caption محمد عمر شېر زاد په اروزګان ولایت کې د بې کارۍ د کچې لوړوالی، بې وزلي، د پوهې کمښت او د لویو لارو خرابوالی چې لیرې پرتې ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي، هغه ننګونې وبللې چې ددغه ولایت اوسېدونکي ګواښي .

د افغانستان د مرکزي ولایت اروزګان چارواکو ددغه ولایت د بیارغونې او پرمختیا هوډ کړی او په دې موخه یې له نړیوالې ټولنې او په افغانستان کې له مرسته کوونکو هېوادونو د مرستې غوښتنه کړې.

د اروزګان والي نن په کابل کې د کابینې غړو او د مرستندویه هېوادونو او ټولنو استازو ته ددغې ژمنې د عملي کېدو طرحه وړاندې کړه او ويې ویل چې اوس په دغه ولایت کې د بیارغونې چارو د سمبالولو زمینه تر پخوا ښه شوې ده.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان له یوه نارام ولایت څخه چې په دې وروستیو کې ظاهراً د تاوتریخوالي کچه په کې ټیټه ښکاري، د پرمختیا او بیارغونې پلان مرکزي حکومت ته وړاندې کېږي.

د روزګان والي محمد عمر شیرزاد په کابل کې د کابینې یو شمیر غړو او د مرستندویه هیوادونو او ټولنو استازو ته ددغې طرحې اهمیت روښانه کړ او د هغې په عملي کیدو کې یې د مرستي غوښتنه وکړه .

Image caption اروزګان یو له هغو ولایتونو دی چې د چارواکو په خبره په تېرو لسو کلونو کې د نا امنیو له کبله په کې د بیارغونې پروژې نه دي عملي شوې.

ښاغلي شیرزاد وویل چې په اروزګان کې اوس مهال امنیتي ښه شوی او اوس هلته د بیارغونې د چارو د سمبالولو زمینه برابره ده.

محمد عمر شېر زاد په اروزګان ولایت کې د بې کارۍ د کچې لوړوالی، بې وزلي، د پوهې کمښت او د لویو لارو خرابوالی چې لیرې پرتې ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي، هغه ننګونې وبللې چې ددغه ولایت اوسېدونکي ګواښي .

دی وایي د بیارغونې دا پلان یې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې په مرسته جوړ کړی او هغه یې د خپلو خلکو لپاره ګټور وباله.

پر همدې حال کې د افغانستان د کابینې یو شمېر غړو او د بهرنیو سفارتونو استازو د مرستې ژمنه وکړه، خو د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر او د ولسمشر سلاکار محمد معصوم ستانکزي وویل چې مرسته او همکاري ورسره کوي، خو شرط لري.

ویل کېږي د اروزګان ولایت د دغو پرمختیایي پروژو پلي کول ۲۵۰ میلیونه ډالره لګښت غواړي.

په همدې ترڅ کې د استرالیا استازي د دغه ولایت د سړکونو د جوړولو په برخه کې د مالي مرستې او د هالنډ استازي د کرنې په برخه کې د اروزګان له چارواکو سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

اروزګان یو له هغو ولایتونو دی چې د چارواکو په خبره په تېرو لسو کلونو کې د نا امنیو له کبله په کې د بیارغونې پروژې نه دي عملي شوې.

ورته مطالب