د افغانستان دفاع وزارت د ننه ځانمرګی برید شوی

د ملي اردو سرتېری
Image caption رپوټونه وايي دوه برید کوونکي د ملي اردو د سرتېرو په ډزو وژل شوي.

د افغانستان پر دفاع وزارت شوي بريد کې د ملي پوځ دوه سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

دفاع وزارت له ارګه وروسته د افغانستان تر ټولو مهمه دولتي اداره ده او د طالبانو دغه بريد هم د خپل ډول په بريدونو کې بې ساري دی.

په افغانستان کې د بغاوت په شاوخوا يوه لسيزه کې دفاع وزارت تر ټولو ستر هدف دی چې په نښه شوی دی .

ظاهراً يوه بريد ګر چې سپکه وسله ورسره او له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ يې اغوستی و د وزارت انګړ ته ننوتلی و.

د د فاع وزارت له لوري ورکړل شوي معلومات دا دي چې بريدګر د ملي پوځ پر سرتېرو ډزې کړې او هغوی پرده ځوابي ډزې کړې چې په پايله کې د پوځ دوه سرتېري وژل شوي اووه نور ټپيان شوي دي.

وزارت وايي بريدګر هم پرته له دې چې په ځان پسې تړلي توکي وچوي د پوځ سرتېرو ويشتی او وژلی دی .

په افغانستان کې له تېرو څو کلونو راهيسې د ارګ په ګډون پر بېلابېلو دولتي ادارو باندې توغنديز او ځانمرګي بريدونه شوي خو دفاع وزارت د هېواد د امنيتي چارو د لومړۍ درجې مسؤولې ادارې په توګه تر ټولو مهم هدف دی چې په نښه شوی دی.

پر دفاع وزارت باندې د بريد بل اهميت دا دی چې ټاکل شوې وه د دوشنبې پر ورځ ماسپين د فرانسې او افغانستان د فاع وزيران دغلته ګډ خبري کنفرانس ورکړي.

بريد تر دغه کنفرانس يوازې شاوخوا دوه ساعته وړاندې وشو او طالبانو خو لا دا هم ويلي چې د بريد هدف د فرانسې دفاع وزير و. ټاکل شوې د روان کال د چنګاښ په لومړيو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د يو شمېر نورو ښارونو امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

په دې وروستيو اوونيو کې طالبانو ځانمرګي او نور وسله وال بريدونه زيات کړي دي .

د انځور حقوق Reuters
Image caption په دې وروستیو کې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي.

په دې لړ کې د سولې د عالي شورا پر هڅو سربېره، له ګاونډي پاکستان سره هم تېره ورځ ولسمشر کرزي د سولې د ګډ کمېسیون د جوړېدو هوکړه وکړه.

د روانې اپرېل پر ۱۶مه هم د افغانستان په ختيځ کې پر یوې يوځي اډې د ځانمرګو په برید کې پنځه بهرني او پنځه افغان سرتېري ووژل شول.

برید کوونکي جلال اباد ښار ته څېرمه د ۲۰۱ قل اردو ته په ننوتو پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي ول.

او تر هغه وړاندې د اپرېل پر دویمه هم د کابل د نهمې حوزې په اړونده سیمه کې د 'فونکس' په نامه د بهرنیو ځواکونو کمپ مخې ته له چاودنې وروسته ډزې وشوې.

وسله والو طالبانو د برید پړه منلې ده.

ددوی یوه ویاند ویلي له دې بریده ددوی موخه د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ وژل وو، خو ددفاع وزارت ویلي چې نوموړی د برید پرمهال په وزارت کې نه و.

طالبانو ویلي برید کوونکی اسدالله نومېده چې د پنجشېر اوسېدونکی وو.

د انځور حقوق nb
Image caption په پاریس کې چارواکو اې ايف پي خبري اژانس ته ویلي، دوی داسې شواهد نه لري چې ګني ددغه برید موخه ښاغلی ګیرارد لانګویت و، دا ځکه چې په وینا یې نوموړی د برید پرمهال په بګرام کې و.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته طالبانو ویلي برید دفاع وزارت ته د فرانسې ددفاع وزیر ګیرارد لانګویت له ورتګ سره پلان شوی و، چې د طالبانو په وینا نوموړی د وزارت د ننه له یو شمېر چارواکو سره ناسته درلوده.

د فرانسې د پوځ ویاند ډګرمن اریک لاپریزل ویلي په پام کې وه، چې ښاغلی لانګویت چې د تېرې یکشنبې پرورځ په افغانستان کې له فرانسوي سرتېرو سره په لیدو بوخت دی، د دوشنبې پرورځ په یوه نامالوم ځای کې له افغان چارواکو سره وګوري.

په پاریس کې چارواکو اې ايف پي خبري اژانس ته ویلي، دوی داسې شواهد نه لري چې ګني ددغه برید موخه ښاغلی ګیرارد لانګویت و، دا ځکه چې په وینا یې نوموړی د برید پرمهال په بګرام کې و.

د افغانستان دفاع وزارت د کابل په منځ کې د ولسمشرۍ ماڼۍ او ځينو نورو وزارتونو ته څېرمه پروت دی.

ورته مطالب