مشعل: په جوماتونو کې ځانمرګي برید کوونکي پټېږي

ښاغلی مشعل
Image caption د افغانستان د استخباراتو يا ملي امنيت وياند لطف الله مشعل وايي په دې وروستيو کې مخالفينو ځينو جوماتونو ته لاره موندلې ده :

د افغانستان ملي امنيت يا استخبارات وايي په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو جوماتونو ته لاره موندلې ده .

د افغانستان استخباراتو څو ملايان په دې تور نيولي چې ځانمرګي بريدګر کوونکي يې ساتل .

دوی باور لري ډېر هغه وسله وال چې دا مهال د حکومت پر ضد جنګېږي، د جوماتونو د هغو ملايانو د تبليغاتو تر اغېزې لاندې چې له وسله والو مخالفينو سره مرستې کوي.

افغان حکومت وايي جوماتونه اوس د عبادت پر ځای د ورانکارو په پټنځايونو بدل شوي دي .

د افغانستان د استخباراتو يا ملي امنيت وياند لطف الله مشعل وايي په دې وروستيو کې مخالفينو ځينو جوماتونو ته لاره موندلې ده :

''دوی د حقاني د شبکې له لوري رهبري کېدل، چې په ميرانشاه کې ده. د کابل په څو جوماتونو کې دوی د امامت دنده درلوده، خو د امامت ترڅنګ يې د پردې شاته نور کارونه کول. دوی که څه هم ځانمرګي بريدونه نه رهبري کول خو ځانمرګي بريدګر به يې پټول . په جوماتونو کې به يې ځانمرګي او چاودېدونکي توکي ساتل. موږ د مقتديانو په مخکې د حضرت عمر فاروق په جومات کې تر ۳۰۰ زيات هغه چاوېدونکي کپسولونه تر لاسه کړل چې د ځانمرګو په واسکټونو کې کارول کېږي.''

استخبارات دا هم وايي چې په لري پرتو سيمو او کليو کې دغه ستونزه د ښارونو په پرتله خورا ډېره ده . دغې اداري بي بي سي ته داسې ويډيويي پټې ورکړې چې په هغو کې د کابل په يوه جومات کې يو ملا له چاودېدونکو توکو سره ليدل کېږي.

پر دغه ملا تور لګېدلی چې ځانمرګي بريدګر يې له زياتو چاودېدونکو توکو سره يو ځای په جومات کې پټ کړي ول. استخبارات وايي دا څويم ځل دی چې دغسې ملا امامان نيسي.

خو په حج او اوقافو وزارت کې د جوماتونو د چارو مشر رحمت الله حنفي وايي دغه ډول چارې په ځانګړي ډول هغو جوماتو کې کېږي چې په رسمي ډول له حکومت سره ثتب نه وي. دا مهال په ټول افغانستان کې لسګونه زره جوماتونه دي چې ددغو جوماتونو شاو خوا نيمايي په رسمي ډول نه دي ثبت شوي.

د مخالفينو پر ملاتړ سربېره پر ملايانو بل تور د اوسني نظام پر ضد تبليغات کول دي. د جمعې د ورځې خطبي د ملايانو لپاره ښه فرصت دی چې دغسې نيوکو ته ځواب ووايي او يا د ځان ننګه وکړي:

''د ملي امنيت وروڼه هره ورځ په جوماتونو پسې شله دي چې دغه ملا څه وويل هغه ملا څه وويل؟ اې خاينه! جوماتونو ته درناوی وکړه ولاړ شه روغتونونه وګوره چې هلته څه حال دی؟''

Image caption د افغانستان په جوماتونو کې که له يوې خوا مکلف خلک او لويان عبادت کوي، خو له بلې خوا ماشومان پکې ديني زده کړي کوي او د ديني مدرسې کار هم ترې اخيستل کېږي.

ډېری کارپوهان وايي چې په جوماتونو کې د ملايانو تبليغ کولای شي پر عامه اذهانو اغېزه وکړي. يو افغان شنونکی غلام جيلاني ځواک وايي افغان حکومت په دې کې پاتې راغلی چې د جومات او ممبر غږ له ځان سره ملګری کړي. ملايانو په تېر پېر کې د افغانانو د ژوند له سياسي اړخه رانيولې تر ټولنيز او مذهبي هغه پورې په ټولو کې ډېره مهمه او اغېزناکه ونډه درلوده. زيات خلک پر دې کلک باور لري، هغه څه چې ملايان وايي سم دي او دوی مکلف دي چې له شننې او تحليله پرته يې ومني.

د افغانستان په جوماتونو کې که له يوې خوا مکلف خلک او لويان عبادت کوي، خو له بلې خوا ماشومان پکې ديني زده کړي کوي او د ديني مدرسې کار هم ترې اخيستل کېږي.

ځينې خلک وايي له جوماتونو او ديني عالمانو سره ټکر د افغانستان غوندې مذهبي ټولنه کې اسانه کار نه دی .

پروان ولايت چې د ديني عالمانو تر نيول کېدو وروسته پکې ددوشنبې پر ورځ خونړي لاريونونه وشول د همدغې وېرې يوه بېلګه ده.

ورته مطالب