په هرات کې د تیموریانو د عصر معماري- ۵/۳

د تیموریانو د عصر معمارۍ څو اړخیزه اهمیت لري. د نهمې هجري پېړۍ پرمهال په هرات کې د تیموریانو په هڅه د جوړو شویو ودانیو سبک، د هغو هنري ځانګړتیاوې او ارزښت، په معمارۍ کې د کاشیکارۍ او خطاطۍ هنرونو ځلا، د مختلفو ودانیو ډېروالی، او په تیموري معمارۍ د نورو مدنیتونو اغېزې.

په هرات کې د تیموري واکمنانو په هڅه د قصرونو ترڅنګ مختلفې ودانۍ جوړې شوې، خو ترټولو مهم یې مذهبي ځایونه او ودانۍ دي.

که تیموري ودانۍ د هغو د اهمیت او ښایست له مخې په ترتیب وشمېرل شي، نو په سرکې جوماتونه او مدرسې او بیا خانقاوې، حوضونه، کارانسرایونه او بازارونه راځي. او دا ښیي چې تیموري واکمنانو څومره د معمارۍ د هنر په ډګر کې د خلکو اړتیاوو ته پام درلود.

افغان څېړونکی او لرغونپوه رسول باوري په دې باور دی چې د تیموریانو د عصر معماري تر ډېره د اسلامي معمارۍ او بیا تر یو ځایه د نورو مدنیتونو د هنري سبکونو تر تاثیر لاندې وه:

''د تیموریانو پر معمارۍ په عامه توګه اسلامي شعایرو اغېزه کړې، بله دا چې د مغولي سبک نښې هم پکې لیدل کېږي، پخوانی ساساني مدرن شوی شکل هم مخصوصاً د دیکور په برخه کې هم په تیموري ودانیو کې وینو. کماني سیستم هم چې د هرات په ودانیو کې عام دی د تیموریانو په وخت کې هنرمندانو د سمرقند او د ایران د مختلفو ښارونو د معماري نه تاثیر اخیستي.''

اسلامي معماري

عبدالباقي حصاري

عبدالباقي حصاري:''له تیموریانو مخکې د مغول په دوره کې په ودانیو کې ژېړ رنګ ډېر استعمالېده. د تیموریانو په معمارۍ کې بیا آبي رنګ ډېر دی. بله دا چې عروقي کاشي چې ډېر به نازکه او ظریفه وه، د تیموریانو په وخت کې ډېر رواج و.''

ښاغلی باوري د بېلګې په توګه د تیموریانو د معمارۍ یوې هغې ځانګړتیا ته اشاره کوي کوي چې له اسلامي معمارۍ یې زده کړی و :د ډېرو ګونبذو او اته ضلعي ودانیو جوړول.

کاشیکاري هم چې د معمارۍ په هنر پورې تړلې بل ځانته جلا هنر ګڼل کېږي د تیموریانو په عصر کې په هرات کې ډېر انکشاف وکړ.

رنګونه یې بدل شول او تر هغه د مخکې مدنیتونو په پرتله پکې ظرافت ورزیات شو. افغان څېړونکی او لیکوال پوهنوال عبدالباقي حصاري وايي:

''له تیموریانو مخکې د مغول په دوره کې په ودانیو کې ژېړ رنګ ډېر استعمالېده. د تیموریانو په معمارۍ کې بیا آبي رنګ ډېر دی. بله دا چې عروقي کاشي چې ډېر به نازکه او ظریفه وه، د تیموریانو په وخت کې ډېر رواج و.''

ښاغلی حصاري وایي همدومره ظرافت چې د تیموریانو د عصر هنرمندانو د کاشي کارۍ په برخه کې څرګند کړی د تیموري مقرنس په برخه کې هم تر سترګو کېږي.

په هرات کې د خواجه ابوالولید ازادان او د خواجه عبدالله انصاري د زیارتونو ودانۍ او د ګوهرشاد مدرسې پاتې شوې ۵ څلي هغه څه دي چې د تیموري معمارۍ اصلي ځانګړتیاوې پکې څرګندې دي.

کله چې د ګوهرشاد مدرسې منارو ته ګورو د لر نه درنو وسلو د ګولیو ځایونه پکې ترسترګو کېږي، څو ځایه سوری شوی دی او ډېری زینتي کاشیان یې له منځه تللي، خو لاتراوسه پر خپل ځای ولاړ دی.

څېړونکی عبدالغني نیکسیر نه مې وپوښت چې هغه وخت به معمارانو د دې ډول ودانیو د جوړولو لپاره کوم توکي کارول:

''هغه توکي چې په هرات کې د تیموریانو د واکمنۍ پر مهال به معمارانو د ودانیو د جوړولو لپاره کارول، پخې خښتې وې. دوی د آهک او چونې څخه هم کار اخیست. کله کله به دوی د ودانیو د جوړولو لپاره له خټو هم کار اخیست.''

د تیموري واکمنۍ پرمهال د معمارۍ په ډګر کې د سیمې د هنرمندانو مهارت د هرات د لوی جامع جومات په بېلابېلو څنډو کې هم تر سترګو کېږي.

د هرات لوی جامع جومات د سلطان غیاث الدین غوري په هڅه جوړ شوی و، خو د تیموریانو په وخت کې یې د بیارغاونې چاره ترسره شوه.

د دی جومات په سوېل ختیځ کې د جومات اصلي او پخوانۍ دروازه چې د غوریانو لخوا جوړه شوې، تر اوسه ساتل شوې هغه دروازه چې د تیموري معمارانو د بیارغاونې هنري نښې هم پکې څرګندې دي.

د هرات د لرغونو اثارو د ساتنې د ادارې مشر ایام الدین اجمل يې په اړه وايي:

هغه مهال چې امیر علیشیرنوایي د وزارت واګي ترلاسه کړل، په رښتیا چې د معمارۍ او نورو هنرونو د انکشاف په برخه کې یې د پام وړ کارونه ترسره کړي. ځینې وایي ۳۶۰ ودانۍ په سیمه کې د ده په هڅه جوړې شوې دي.

محمد مسعود رجايي

''دا دروازه چې اوس موږ پکې ولاړ یو په اصل کې د هرات د لوی جامع جومات لومړنۍ دروازه وه چې په ۱۲ مه میلادي پېړۍ کې د غوریانو لخوا جوړه شوې ده. د دروازې پورتنۍ طاقچه د غوریانو لخوا جوړه شوې . په ۱۵ مه میلادي پېړۍ کې بیا تیموریانو د دې جومات د بیارغاونې چاره ترسره کوي دوی غوښتل وښیي چې دوی دا جومات بیا جوړ کړی ځکه نو د غوریانو د طاقچې څنګ ته یوه بله طاقچه هم ورزیاتوي چې د دوی یوه نښه هم پکې پاتې شي.''

په لومړنۍ تاقچه کې چې د غوریانو لخوا جوړه شوې ډېری مقرنس ترسترګو کېږي خو په تیموري طاقچه کې بیا ساده او رنګین کاشیان هم لیدل کېږي او بله دا چې د غوري معمارۍ په دیوالو نو کې کوفي خط ډېر لیدل کېږي، یانې ددې دوو مدنیتونو د معمارۍ ځینې توپیرونه همدا دي؟

ښاغلی اجمل وايي:''هو د غوریانو په وخت کې د کاشیکارۍ په برخه کی فیروزه یي رنګ رواج و، خو د تیموریانو په وخت کې بیا کاشیکاري انکشاف کوي او بېلابېل رنګونه پکې رواج مومي . بله دا چې د غوریانو په وخت کې به معمولاً په ودانیو کې بنایي کوفي خطونه د خښتو په وسیله لیکل کېدل همدا ځانګړتیاوې د غوریانو د معمارۍ په نورو اثارو کې هم لیدل کېږي لکه د جام منار او د چشت شریف په خانقاه کې.''

د هنري ارزښت د مسالې سربېره، په دې عصر کې د معمارۍ یو بل مهم اړخ د ډېرو زیاتو ودانیو جوړېدل دي.

شاهرخ میرزا او د ده مېرمن ګوهرشاد، او سلطان حسین بایقرا د معمارۍ د انکشاف او د معمارانو د هڅونې په ډګر کې ډېر لوی او مهم رول لوبولی خو د ډېری څېړونکو په اند د بایقرا د وزیر امیر علیشیرنوایي رول تر ډېرو نورو تیموریان واکمنانو هم ډېر ستایل کېږي.

د هرات د ادبي ټولنې مشر او د لرغوني هرات د مجلې پخوانی مدیر محمد مسعود رجایي د معمارۍ د هنر په نړۍ کې د امیر علیشیرنوایي د ترسره شوو هیلو او خاورې شوو ارمانونو یادونه کوي:

د تیموریي واکمنۍ پر مهال د معمارۍ په ډګر کې د سیمې د هنرمندانو مهارت د هرات د لوی جامع جومات په بېلابېلو څنډو کې هم ترسترګو کېږي.

''هغه مهال چې امیر علیشیرنوایي د وزارت واګي ترلاسه کړل، په رښتیا چې د معمارۍ او نورو هنرونو د انکشاف په برخه کې یې د پام وړ کارونه ترسره کړي. ځینې وایي ۳۶۰ ودانۍ په سیمه کې د ده په هڅه جوړې شوې دي. په کتابونو کې راغلي چې ده هیله درلوده چې یوزرو یو ودانۍ جوړې کړي چې یوازې د ۳۶۰ ودانیو په جوړولو بریالی شوی، له بده مرغه چې اوس ټولې دغه ودانۍ نشته، امیر علیشیرنوایي هغه مهال د اخلاصیه مدرسه جوړه کړه ، اخلاصیه خانقاه یې جوړه کړې، دارالشفاء او دارالحفاظ یې جوړ کړل، خو اوس نه دارالشفاء وینو نه دارالحفاظ نه اخلاصیه مدرسه او نه هم اخلاصیه خانقاه، یوازې نومونه یې په تاریخ کې پاتې دی.''

د تیموریانو د معمارۍ د څرنګوالي په هکله زیاتو څېړنو ته اړتیا لیدل کېږي او دا چاره باید تر ډېره د افغانستان له پولو بهر ترسره شي ځکه چې تیموریانو د ایران په بېلابېلو سیمو او دازار په بخارا سمرقند او ان د هندوستان په ځینو ښارونو کې لویې او مهمې ودانۍ جوړې کړې چې ډېر زیات کولتوري او هنري ارزښت لري او دا توکي هلته له جګړو ليرې ساتل شوي اصلي بڼه او ځلا یې هم د پخوا په شان ساتل شوې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .