کابل بانک داوطلبۍ ته وړاندې کېږي

کابل بانک د انځور حقوق Getty Images
Image caption څو ورځې وړاندې ولسمشر کرزي وویل چې د کابل بانک په مالي چارو کې په فساد ککړ کسان به عدلي ارګانونو ته وسپارل شي.

د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې په هېواد کې ستر خصوصي کابل بانک به تر راتلونکو درو میاشتو پورې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

د افغانستان مرکزي بانک وايي ددغه بانک د فعالیت جواز په موقت ډول د مالیې وزارت ته سپارل شوی چې مخکيني حساب لرونکي نور د بانک په چارو کې هېڅ صلاحیت نه لري.

د مرکزي بانک رییس عبدالقدیر فطرت وویل د کابل بانک د ځينو هغو کډونوالو دوسیې چې په مالي چارو کې په فساد تورن دي، عدلي ارګانونو ته وسپارل شي.

د دغه بانک چارواکي وايي د کابل بانک په اړه پلټنو وښوده چې د بانک ونډه والو په ناقانونه توګه تر نهه سوه میلیون ډېر ډالر په شخصي پانګونو او ناقانونه توګه لګولي دي.

ښاغلي فطرت وویل: '' د پامیر هوايي شرکت، ګاز ګروپ شرکت، ګلبهار سنټر او یو شمېر نور کسان د کابل بانک د ناقانونه پانګه والو له ډلې دي، چې په وینا یې ټوله پانګونه له کابل بانک څخه په ناقانونه توګه ایستل شوې ده.''

د افغانستان مرکزي بانک وايي چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې د کابل بانک د حسابونو پر تصفیې بوخت دی، چې تر دې مهاله یې ددغه بانک مشتریانو ته شاوخوا ۴۰۰ میلیون ډالر ورکړي دي.

د مرکزي بانک رییس وايي کابل بانک په ټوله کې پنځه سوه او پنځوس میلیون ډالر خپلو مشتریانو ته ورکړي، خو نړیوالو ویلي چې احتمالاً له دغه بانک څخه شاوخوا ۹۰۰ میلیون ډالر ایستل شوي دي.

د افغانستان بانک رییس عبدالقدیر فطرت نن (چهارشنبه) په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د کابل بانک یوه برخه به د مالیې وزارت د خزانو پر ریاست پورې تړل کېږي.

وړاندې ولسمشر کرزي هم ویلي ول، چې د کابل بانک یوه برخه به تړل کېږي او په کې په مالي فساد تورنو کسانو ته به سزاګانې ورکول کېږي.

د انځور حقوق AP
Image caption د مرکزي بانک رییس عبدالقدیر فطرت وویل د کابل بانک د ځينو هغو کډونوالو دوسیې چې په مالي چارو کې په فساد تورنن دي، عدلي ارګانونو ته وسپارل شي.

ښاغلي کرزي دا هم وویل له هغو امریکايي او اروپايي بانکونو یې د پیسو د بېرته ستنولو غوښتنه کړې، چې له کابل بانک څخه یې له بانکي اصولو پرته پورونه اخیستي دي.

د کابل بانک ددېوالي کېدو رپوټونه تېر کال وروسته له خپاره شول، چې یوې امریکايي ورځپاڼې د کابل بانک د سلګونه میلیونه ډالرو د تاوان رپوټ ورکړی و.

په کابل بانک کې تر مالي بحران رامنځ ته کېدا وروسته د تېرکال په سپتمبر میاشت کې د افغانستان مرکزي بانک د دغه بانک چارې پرغاړه واخیستې او هم مهاله یې د بانک دوه چارواکي له دندو ګوښه کړل.

پر همدې مهال ځینې هغه کسان چې په کابل بانک کې حساب لري وایي، که چیرې دا بانک وپلورل شي او یا یې د ګډونوالو لپاره شرایط سختېږي، نو دوی به یې خپلې پیسې ترې وباسي.

ورته مطالب