په ننګرهار کې پر ناټو ځواکونو ځانمرګی برید شوی

په خوست کې پر امریکايي ځواکونو د مخکيني ځانمرګي برید عکس ګورﺉ
Image caption د ویلو ده چې په افغانستان کې د بهرنیو او افغان امنيتي ځواکونو پرضد د وسله والو بریدونه ډېر شوي دي.

د افغانستان ختيځ ننګرهار - تورخم پر سړک پر ناټو ځواکونو ځانمرګی برید وشو.

د ننګرهار ځايي چارواکو ویلي له چاودېدونکو توکو یوه ډله کرولا د ناټو ځواکونو د ګاډوله کتار سره وجنګول شوه.

برید د تورخم- جلال اباد پر لویه لاره بټي کوټ ولسوالۍ په فارم سیمه کې شوی دی.

د سیمه ییزو چارواکو د لومړنیو رپوټونو پربنسټ، په برید کې یو عام وګړی ټپی شوی، خو بهرنیو ځواکونو ته څه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بهرنیو ځواکونو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته مطالب