ستاسې غږ: افغان ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین څنګه رسېدای شي؟

د ګوزڼ واکسین

چارواکي وایي په دې پروګرام کې به په ځانګړې توګه د افغانستان هغو ۵۰ ليرې پرتو ولسوالیو ته پاملرنه وشي چې د واکسين د تېرو کمپاينونوپه لړ کې ماشومان په کې له واکسين لگولو پاتې شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ملگروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونيسف او نړیوال روغتیایي سازمان په مالي ملاتړ د وري/حمل له ۳۰مې په هېواد کې د واکسین لګولو اوونۍ پیل کړې.

د دغه پروګرام له مخې به د ټول هېواد په کچه له پنځو کلونو د کم عمر ماشومانو ته د ګوزڼ، شري، تورې ټوخلې، تور ژیړي او نري رنځ په ګډون د ماشومانو د وژونکو ناروغیو د مخنیوي واکسین ولګول شي.

دغه کمپاين داسې مهال پيل شوى، چې د روغتيا نړيوال سازمان اندېښنه ښوولې چې د بې امنيتۍ په گډون د يوشمېر ستونزو له کبله هر کال تر ۱۶۰ زرو پورې ماشومان له واکسينه پاتې کېږي.

چارواکي وایي په دې پروګرام کې به په ځانګړې توګه د افغانستان هغو ۵۰ ليرې پرتو ولسوالیو ته پاملرنه وشي چې د واکسين د تېرو کمپاينونوپه لړ کې ماشومان په کې له واکسين لگولو پاتې شوي دي.

په دې برخه کې ستاسو شخصي تجربې څه دي، چې ولې ماشومان له واکسينه پاتې کېږي، لامل يې بې امنيتي، د خلکو د پوهاوي ټيټه کچه، د روغتيا پالو نه پاملرنه او که بل څه دى.

تاسو کولاي شئ، چې له موږ سره د خپلو نظريو اوپوښتنو د شريکولو په موخه د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې پر دې شمېره راته تيلې فون وکړﺉ:

٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

دارنگه، په برېښناليک کې هم خپلې نظريې استولې شئ:
Pashto@bbc.co.uk

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .