د ستراتيژيک تړون پرسر له امریکا سره د کرزي تازه خبرې

مولن په مارجه کې
Image caption تېر کال ښاغلي مولن د هلمند مارجې ته د سفر پرمهال په سیمه کې د امنیت راوستو او بیارغونې د پروژو ژمنه وکړه.

افغان ولسمشر حامد کرزي د متحده ایالتونو له لوی درستیز جنرال مایک مولن سره د دواړو هېوادونو تر مینځه د اوږد مهاله ستراتیژیکې همکارۍ د تړون پر سر تازه خبرې کړي دي.

د ولسمشر کرزي له مطبوعاتي دفتر نه په خوره شوې اعلامیه کې راغلي چې جنرال مولن د اوږدمهاله همکارۍ په چوکاټ کې د افغانستان له ثبات سره د پرله پسې مرستو او دا رازد پنتاګان له لورې د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه او سمبالوونه کې د پراخې ونډې د اخیستو ژمنه هم تازه کړې ده.

په دغه اعلامیه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د اوږدمهاله ستراتيژيکې همکارۍ د تړون پر جزییاتو د یوبل د نظرونو او وړاندیزونو اورېدل په کابل کې د جمعې پر ورځ د ولسمشر کرزي او د امریکا د لوی درستیز جنرال مایک مولن ترمنځ د خبرو د سر ټکي ښودل شوی.

په اعلامیه کې د تړون پر سر ددغو تازه خبرو جزییات نه دي په ډاګه شوي.

خو تر دې وړاندې د ارګ له لوري رسنیو ته ویل شوي وو چې کابل په دې برخه کې خپل وړاندیزونه وروستي کړي او ډېر ژر به یې واشنګټن ته وسپاري.

کابل او واشنګټن دواړه د تړون له اړخه د خپلو وړاندیزونو د جزییاتو له ډاګیزه کېدو ډډه کوي.

خو لږترلږه دا خبره څرګنده ده چې دواړه لوري په خپل- خپل وار له یو بل نه د زیاتو امتیازونو د اخیستو په لټه کې دي.

البته کابل د داوړ تړون پر اهمیت او ګټې د خپلو خلکو د قانع کولو د هڅې ترڅنګ خپلو ګاونډیانو ته ددې ډاډ ورکړه هم جاري ساتلې چې له خاورې به یې هېچا ته ګواښ نه پېښېږي.

له ارګ نه په خپره شوې اعلامیه کې په دې تړاو راغلي چې ښاغلي کرزي له دغه امریکايي جنرال سره د هغو خبرو جزییات هم شریک کړي چې د اوونۍ په سر کې یې د پاکستان د لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني په مشرۍ کابل ته له اسلام اباد نه د ورغلي جګپوړي حکومتي پلاوي سره کړې وې.

Image caption کابل او واشنګټن دواړه د تړون له اړخه د خپلو وړاندیزونو د جزییاتو له ډاګیزه کېدو ډډه کوي.

اعلامیه وايي جنرال مولن ته د ښاغلي کرزي وړاندیز دا و چې کابل او واشنګټن باید په ګډه په سیمه کې د ثبات د راوستو په اړه د اسلام اباد له لوري پر مخې ته شویو وړاندیزونو غور وکړي.

ښاغلي کرزي وار له مخه د سیمې د ثبات په تړاو د اسلام اباد دغه تازه وړاندیزونه په تېرو لسو کلونو کې د خپل ډول تر ټولو رغنده او مهم وړاندیزونه بللي.

خو تر کومه چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د اوږدمهاله ستراتيژيکې همکارۍ د تړون خبره ده، اسلام اباد ظاهراً د دا ډول یوه احتمالي تړون پر لاسلیکېدو خوشاله نه دی.

ورته مطالب