امریکا افغان اسلام پالی اورپکی جرمني ته وسپارۀ

بګرام هوايي ډګر
Image caption احمد ولي صدیقي له تېرو لسو میاشتو راهیسې له امریکايي ځواکونو سره په افغانستان کې بندي و.

امریکا مشکوک افغان اسلام پاله اورپکی احمد ولي صدیقي، چې لس میاشتې یې په افغانستان کې ساتلی، جرمن چارواکو ته ورسپارلی دی.

جرمن څارنوالان پر احمدي ولي صدیقي تور لګوي چې د ازبکستان له اسلام پاله غورځنګ سره یې اړيکي لرل.

انګیرنه داده چې دغه په خټه افغان جرمنی احمد ولي صدیقي د هغو شاوخوا لسو کسانو له ډلې یو تن دی چې په هامبورګ کې یې د تندلارو له یوه جومات سره تړاو درلود او دوه کاله مخکې لادرکه شوي وو.

ګمان دا و چې دغه کسان پر لوېديځو هدفونو د بریدونو د زده کړې لپاره د پاکستان شمالي وزیرستان یوه روزنیز کمپ ته تللي وو.

دی یوکال وړاندې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له لوري ونیول شو.

چارواکو ویلي نوموړي د خپلو څرګندونو پرمهال د هغو پلانونو جزییات بربنډ کړي چې په اروپا کې پر مهمو هدفونو د برید په تړاو جوړ شوي وو.

دا هماغه پلانونه وو چې په رسوا کېدو سره یې په پاریس، لندن او برلین کې پر تمځایونو، هوايي ډګرونو او د سیلانیانو د علاقې وړ سیمو کې د لوړې درجې احضارات نیول شوي وو.

دی اوس امریکايي چارواکو د رمسینګ په اډه کې جرمني پولیسو پولیسو ته سپارلی.

د جرمني یوه څارنوال ویلي چې پر نوموړي د وسلو او چاودېدونکو توکو د کارونې د خپلولو او په بریدونو کې د ونډې له اړخه په کلکه شک کېږي.

دا هم ویل شوي چې له ده سره لادرکه شوي یو شمېر کسان وارله مخه د بې پیلوټه امریکايي الوتکو په بریدونو کې وژل شوي.

دا لا نه ده مالومه چې له دغه شکمن کس سره به، چې اوس په جرمني کې بندي دی، څه ډول چلند کېږي.

ښايي د هغه وکیل ادعا وکړي چې د وېرې اچونې او وینې تویونې په تړاو یې د موکل له لومړنیو نیتونو سره د هغه له لوري د ورکړل شویو اطلاعاتو پرمټ، د یوشمېر پلان شویو بریدونو مخه هم نیول شوې ده.

ورته مطالب