په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په افغانستان کې د سرو زرو بيې نژدې ۲۰٪ ختلې

د انځور حقوق PA
Image caption افغانان له سرو کارولو سره ځانگړې او دوديزه مينه لري.

په افغانستان کې د سرو زرو بيې نژدې شل په سلو کې ختلي دي.

يو شمير افغان زرگران وايي چې له دې چارې سره يې د پير او پلور بازارونه ساړه شوي دي.

سره کارول له پخوا راهيسې دود دي چې ترې جوړ شوي ښکلايز توکي د ښځو له خوا کارول کېږي.