'د سالنګ لاره د اکمالاتي ګاډو له کبله بندېږي'

سالنګ
Image caption تېر کال په شمالي او جنوبي سالنګونو کې د واورې د راښویېدو له کبله شاوخوا ۲۰۰ کسان مړه شول.

د سالنګ د لویې لارې یو شمېر مسافر وايي پر دغه لاره د امریکايي ځواکونو ګاډو او د ناټو ټانکرونو خلکو ته لویه ستونزه رامنځ ته کړې ده.

خو پر دغه لاره د امریکايي ځواکونو د ګاډو، د ناټو د اکمالاتي توکو راتګ او د سړک خرابوالي دا ستونزه لاپسې ډېره کړې ده.

پر دغه لاره یو شمېر مسافر او چلوونکي پرلاره د اتو یا لسو ساعتونو لپاره له بند پاتې کېدو شکایت کوي.

دوی وايي که چېرې د بهرنیو ځواکونو د ګاډو او ټانکرونو د تګ راتګ لپاره ورځ وټاکل شي، داستونزه به نه رامنځ ته کېږي.

د کابل – تخار د لویې لارې یوه چلوونکي خپلې ستونزې داسې په ګوته کړې:

''زما نوم خیرمحمد امیري دی او د کابل- تخار پر لویه لاره موټر چلوم. تقریباً له تېرو دوو میاشتو راهیسې دا ستونزه رامنځ ته شوې ده، لار باید یوه ورځ له دې خوا او بله له بلې خوا خلاصه شي. داسې ناروغان هم په ګاډي کې شته چې سیروم یې په لاس کې بند او روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړی دی. لوی ګاډي باید یوه ورځ وروسته ولاړ شي چې د سپرلۍ ګاډي او مسافر له ستونزو سره مخامخ نه شي. د ګهيځ پر اتو بجو راغلم، داسې وخت هم راباندې راغلی، چې د لارې په اوږدو کې د لارې د بندېدو له کبله ناروغ ساه ورکړې ده.''

دغه چلوونکي له حکومته غواړي چې له بهرنیو ځواکونو سره دې، ددې ستونزې د حل لپاره خبرې وکړي.

د سالنګ لاره د افغانستان له هغو لویو لارو ده چې د هېواد نژدې نهه شمالي او شمال ختيځ ولایتونه له کابل سره نښلوي.

Image caption د افغانستان د فواید عامې وزارت ویلي ول، چې دا لاره به رغوي، خو داسې ښکاري چې دا لاره هماغسې کنډه او کپره پاتې ده.

تېر کال په شمالي او جنوبي سالنګونو کې د واورې د راښویېدو له کبله شاوخوا ۲۰۰ کسان مړه شول.

په دې لړ کې د افغانستان د فواید عامې وزارت چارواکو ددې لارې د رغولو کار پیل کړ.

خو داسې ښکاري چې ددغې لارې د خرابتیا له کبله رامنځ ته شوې ستونزې هماغې پاتې دي.

په تېر اکتوبر کې په پاکستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو پر اکمالاتي توکو تر بریدونو وروسته د پاکستان له لارې د لېږد کچه محدوده شوه.

له هماغه وخت راهیسې امریکا او ناټو له منځنۍ اسیا څخه د افغانستان د شمال له لارې د خپلو د لېږد لړۍ پيل کړې ده.

ورته مطالب