اشفاق کیاني: د طالبانو ځواک به مات کړو

اشفاق کیاني
Image caption ښاغلي کیاني د پاکستان پر رسمي تلوېزیون یوې وینا کې ویليو حکومتي ځواکونو د طالبانو ملا ماته کړې ده.

د پاکستان د پوځ مشر ویلي د اورپکو پرضد یې سخت عملیات پیل کړي دي.

نوموړي دا خبرې وروسته له هغه کړې، چې د امریکا لوی درستیز جنرال مایک مولن ویلي ول، چې د پاکستان استخبارات له اورپکو او وسله والو طالبانو سره پخواني اړيکي لري.

جنرال اشفاق پروېز کیاني ویلي ډېر ژر به د وسله والو طالبانو زور اوبه او پټن ځایونه یې ورختم کړي.

ښاغلي کیاني د پاکستان پر رسمي تلوېزیون یوې وینا کې ویلي حکومتي ځواکونو د طالبانو ملا ماته کړې ده.

خو اسلام اباد له طالبانو سره د اړیکو او ملاتړ خبره رد کړې ده.

له یوې پاکستانۍ ورځپاڼې سره د ښاغلي مولن له دې څرګندونو سره ښاغلي مولن د تېرې چهارشنبې پرورځ له یو شمېر پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې.

مایک مولن وویل، د پاکستان استخباراتي اداره د جلال الدین حقاني په مشرۍ د وسله والو طالبانو له ډلې سره "ټينګ او اوږده اړيکي" لري.

د ویلو ده چې له ترهګرۍ سره د پاکستان مبارزې د پاکستان او د امریکا متحده ایالتونو ترمنځ یو لړ ترینګلتیاوې رامنځ ته کړې دي.

د امریکا لوی درستیز مایک مولن په دې وروستیو کې افغان پولې ته څېرمه ځینو قبایلي سیمو ته هم ورغلی، چې هلته د ځای پرځای شویو پوځيانو مورال لوړ کړي او د طالبانو پرضد مبارزه ټينګه وساتي.

ښاغلي مولن ویلي له وسله والو طالبانو سره د پاکستان د استخباراتي ادارې د اړیکو له کبله د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي.

امریکا وايي چې د جلال الدین حقاني شبکه په وزیرستان او همدارنګه په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو پرضد بریدونه کوي.

ورته مطالب