'بهرني شرکتونه په تړونونو کې درغلي کوي'

Image caption د ايسا د شميرو له مخه دا مهال په افغانستان کې نژدې ۲۱ زره خصوصي شرکتونه کار کوي چې ۲۷ يې بهرني دي، خو دا چې له دغو شرکتونو څخه په کوم شمير يې ودانيز دي ايسا يې په اړه د مالوماتو له ورکولو ډډه وکړه .

يو شمير افغان ودانيزو شرکتونو پر ځينو بهرنيو شرکتونو داسې تور لگولى دى چې گواکې د تړونونو په برخه کې يې په میليونونو ډالره درغلي کړې ده.

دغه شرکتونه چې شمير يې ۱۵ ته رسيږي په کابل کې يې د يوې غونډې په ترڅ کې داسې ادعا وکړه چې گواکې ځيني بهرنۍ کمپنۍ په افغانستان کې له ځينو ودانيزو شرکتونو سره تړونونه کوي ، خو مخکې تر دې چې پروژې بشپړې شي دغه کمپنۍ له افغانستان وځي او ودانيزو شرکتونو ته دومره پيسې ورکوي چې په نشت حساب وي.

د يو افغان ودانيز شرکت مشر محمد يونس وياړ وايي چې چارې افغانان ترسره کوي ، خو پيسې د بهرنيو جيبونو ته لويږي ،ښاغلى وياړ يې د بيلگې په مټ روښانوي.

د يو بل ودانيز شرکت مشر اشنا گل بانډه وال وايي چې د درغليو د مخنيوي په موخه بايد د بهرنيو کمپنيو د کار لپاره کلک قوانين پلي شي ، او اجازه ورنکړل شي چې بهرنۍ کمپنۍ په افغانستان کې دغه راز چارې تر سره کړي.

په افغانستان کې د پانگونې د ملاتړ اداره ايسا وايي کومې بهرنۍ کمپنۍ چې په افغانستان کې د کارکولو هوډ لري خامخا چې له دغې ادارې جواز تر گوتو کړي، د ايسا مشر نورالله دلاوري بي بي سي ته وويل کومې کمپنۍ چې د افغانستان له قوانينو سرغړونه وکړي سزا به ورکړل شي:

'' بايد له مخامخ لوري غوښتنه وشي چې يو بانکي ضمانت په منځ کې کېږدي، که له تړونه سر غړونه کېږي، يا پر خپل مهال پيسي نه ورکوي، افغان لورى به وتوانيږي چې له ضمانت کونکي بانک نه د تاوان غوښتنه وکړي، تېره اوونۍ موږ ته دا شخړه راورسېده، موږ د- بي ، واى ، اى-له چارواکو سره خبرې وکړې او غوښتنه مو ترې وکړه چې راشي،که نه راځي لومړى کار چې موږ يې کولاى شو،جواز يې ځنډوو. ''

د ايسا د شميرو له مخه دا مهال په افغانستان کې نژدې ۲۱ زره خصوصي شرکتونه کار کوي چې ۲۷ سلنه يې بهرني دي، خو دا چې له دغو شرکتونو څخه په کوم شمير يې ودانيز دي ايسا يې په اړه د مالوماتو له ورکولو ډډه وکړه .

ورته مطالب