دفاع وزارت وايي زرګونه جرېبه ځمکه یې زورواکانو لاندې کړې

د افغانستان د ځمکو اداره
Image caption د افغانستان د ځمکو د ادارې ویاند حشمت الله ناصري وايي د تېرو درو میاشتو په اوږدو کې شاوخوا ۱۷ زره جرېبه ځمکه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده

د افغانستان ددفاع وزارت د هېواد پر عدلي او قضايي دستګاوو تور لګوي چې ددغه وزارت اړوندې ځمکې زورواکانو ته ورکول کېږي.

ددغه وزارت چارواکو ویلي ددغه وزارت زرګونه جرېبه ځمکه، د ځمکې د مافیا له خوا غصب شوې ده.

پر همدې مهال د افغانستان د ولسي جرګې ددفاعي چارو کمېسیون دفاع وزارت ته یوه میاشت وخت ورکړی چې ددغه وزارت د غصب شویو ځمکو په اړه بشپړ جزییات کمېسیون وړاندې کړي.

د افغانستان ددفاع وزارت وايي په دې وروستیو کلونو کې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په اړه څه ناڅه پرمختګ وی، خو وايي لاهم ددغه وزارت اړونده زرګونه جرېبه ځمکه د ځمکې د مافیا په لاس کې ده.

د افغانستان ددفاع وزارت د تاسیساتو رییس جنرال حبیب الله ان د هېواد عدلي او قضايي ارګانونه هم د زورواکانو له خوا ددغه وزارت د اړوندو ځمکو په لاندې کولو کې تورن بولي:

''عدلي ارګانونه او څارنوالۍ موږ پرې خبره کړې ده. خو تل زموږ عدلي ارګانونه او محاکم زموږ پروړاندې درېدلي دي. موږ ډېره لویه ستونزه لرو.''

خو د عدلي او قضايي ادارو چارواکي ددفاع وزارت دغه ادعا نه مني.

د افغانستان لویې څارنوالۍ ددفاع وزارت ددې تور په غبرګون کې ویلي که چېرې په دې اړه کوم شواهد او اسناد ترلاسه کړي، ژر به یې وارزوي.

د لویې څارنوالۍ ویاند امان الله ایمان بي بي سي ته وویل:

''فکر کوم دا یوه عمومي ادعا ده، که چېرې دوی اسناد وښيي چې موږ د چا ملاتړ کړی او دولتي ځمکې مو ورکړې وي، شواهد دې راوړي، لویه څارنوالي ټول اجرآت د قانون او مدارکو پربنسټ کوي. ''

دا مهال د دولتي ځمکو د غصب مساله له لویو ننګونو ګڼل کېږي، چې په افغانستان کې ډېر لږ ښارونه د ځمکو له مافیا او غصب په امان دي.

Image caption معمولاً افغان چارواکي زورواکان ددولتي ملکیتونو غاصبین بولي، خو تر درې مهاله په رسمي توګه د دولتي ځمکو د کوم غاصب او یا غاصبې ډلې نوم نه دی اخیستل شوی.

د افغانستان د ځمکو د ادارې ویاند حشمت الله ناصري وايي د تېرو درو میاشتو په اوږدو کې شاوخوا ۱۷ زره جرېبه ځمکه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده:

''په ټول افغانستان کې له موږ سره اټکلي شمېره څلور میلیونه جرېبه دولتي ځمکه غصب ده. دغه ځمکه زورواکانو غصب کړې ده، د افغانستان د ځمکې د ځمکو ادارې ته له ټول افغانستان څخه د ځمکو د غصب شاوخوا ۵۰۰ قضیې راغلې دي. موږ تر څېړلو وروسته په غزني، کندوز، کابل، هرات او ننګرهار ولایتونو کې ۱۷ زره جرېبه غصب شوې ځمکه له غصبېدو وژغورله. ''

معمولاً افغان چارواکي زورواکان ددولتي ملکیتونو غاصبین بولي، خو تر درې مهاله په رسمي توګه د دولتي ځمکو د کوم غاصب او یا غاصبې ډلې نوم نه دی اخیستل شوی.

ورته مطالب