په نهمه هجري پېړۍ کې د هرات ادبیات

مولانا جامي چې د فارسي ژبې د ادبیاتو په تاریخ کې د نامتو شاعرانو په کتار کې شمېرل کېږي، په نهمه هجري پېړۍ کې په هرات کې تر ټولو مهمه او د لوړ مقام لرونکې ادبي څېره ده.

ددې عصر د شعر اصلي ځانګړتیاوې د جامي په شعرونو کې لېدل کېږي لکه نازکخیالي او د ژبې او شعر ساده والی .

د جامي اثر او شهرت د فارسي ژبې تر پولې اوښتی او د یوسف او زلیخا منظوم کتاب یې د ځینو نورو ژبو ترڅنګ په پښتو هم د عبدالقادر خان خټک لخوا ژباړل شوی، خو د ادبیاتو په تاریخ کې د یوې ځانګړې دورې د شعر څرنګوالي په هکله قضاوت معمولاً یوازې د یوه یا څو پیاوړو شاعرانو اثارو ته په کتو نه کېږي.

شفیقه یارقین

شفیقه یارقین:''د تیموریانو په دربار کې نجونو او هلکانو به یو شان حقوق درلودل، که به شاهزاده کولای شوای چې علوم او حتی جنګي مهارتونه زده کړي، نو شاهزادګۍ به هم کولای شوای چې دا مهارتونه ترلاسه کړي.''

ایا په دې دوره کې د جامي په شان پیاوړي شاعران ډېر وو؟ په داسې یوه دوره کې چې د شاعرانو د شمېر د زیاتوالي له مخې د فارسي ژبې د ابیاتو په تاریخ کې بدیل نه لري، د ځینو څېړونکو په باور یوازې د ګوتې په شمېر ستر او لوی شاعران تېر شوي مولانا جامی، هاتفي، خواجه اصفي، امیرشاهي بنایي او یو څو نور .

افغان لیکوال او څېړونکی سید یحیی حزین وایي په نهمه هجري پېړۍ کې د هرات ادبیات د هغو نه مخکنیو دورو په پرتله ډېر نازل و ځکه چې په وینا یې شعر کوڅو او بازارانو ته وځي او په پایله کې د پاخه شعر ځای بازاري نظم نیسي:

'' په دې دوره کې لکه څرنګه چې په کتابونو کې راغلي، بازاري خلک، دوکانداران او کسبګر شاعران شوي. د ډېری بازاري شاعرانو نومونه په کتابونو کې ثبت شوي. بساطي سمرقندي چې په بازار کې یې بساط درلود ، حیدر کلچه پز، صادق ګلکار او داسې نور. په دې دوره کې د شاعرانو د ډېروالي لامل هم همدا دی . په دې دوره کې شعر عام رواج و. له همدې کبله دنورو هنرونو په پرتله په دې عصر کې شعر ضعیف و.''

ښاغلی حزین وایي ددې ادبي کمزورتیا لاملونه ډېر دي، خو مهم یې له دربار نه د شعر وتل او په ادبي فعالیتونو کې د تقلید رواجېدل دي:

''په دې دوره کې شعر له دربارونو بهر وځي . دربارونو هومره چې نورو هنرونو ته لکه معماري او نقاشي ته پام لري شعر ته یې نه لري. بله دا چې په دې عصر کې د نورو نه تقلید هم ډېر رواج و. شاعرانو به هغه مسایل بیا بیانول چې پخوا ویل شوي و. او دا د شعر لپاره یو لوی عیب دی.'

د تیموریانو د عصر د ادبیاتو د څرنګوالي په هکله څېړونکي او منتقدین یوه خوله نه دي. د هرات پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي استاد محمد ناصر رهیاب په دې باور دی چې له دربار نه کوڅې او بازارته د شعر وتل عیب نه بلکې د ادبیاتو په تاریخ کې یو بدلون دی:

ښاغلی رهیاب

ښاغلی رهیاب نه یوازې دا چې د تیموریانو د عصر د ادبیاتو څرنګوالی یا کیفیت ټیټ نه بولي، بلکې پر دې ټینګار کوي چې د هغه عصر ادبیات باید د هرات په نامه د یوه ځانګړي ادبي مکتب په توګه هم وپېژندل شي

''زه فکر کوم دا چې شعر په کوڅه او بازار کې د خلکو منځ ته ځي د ادبیاتو د نازلي کچې څرګندونه نه کوي . ادبیات بدلون مومي، ادبي اشرافي ذوق له منځه ځي او پر ځای یې ولسي ذوق رامنځ ته کېږي. دا خپله یو بدلون او تحول ښیي. که دا ځانګړتیا بده وي، نو باید اوسني ادبیات هم په ځینو ځانګړو برخو کې تر پوښتنې لاندې راولو.''

ښاغلی رهیاب نه یوازې دا چې د تیموریانو د عصر د ادبیاتو څرنګوالی یا کیفیت ټیټ نه بولي، بلکې پر دې ټینګار کوي چې د هغه عصر ادبیات باید د هرات په نامه د یوه ځانګړي ادبي مکتب په توګه هم وپېژندل شي:

''موږ به دې باور یو چې باید د تیموریانو د عصر شعر د یوه جلا مکتب په توګه او ښایي د هرات د مکتب په نامه وارزول شي. هغه مکتبونه چې د خراساني هندي او یا په ځینو نورو نومونو پېژندل شوي کافي نه دي، زه فکر کوم چې د دري شعر مکتبونه یو ځل بیا باید وڅېړل شي او د هغو د ځانګړتیاوو پر بنسټ یې پولې و ټاکل شي، که داسې وشي نو موږ به هرومرو د هرات په نامه یو ادبي مکتب ولرو، د مولانا جامي شعر نه د عراقي مکتب شعرونو ته چندان ورته دي او نه هم د هندي مکتب شاعرانو ته لکه صایب بیدل کلیم او عرفي. دا یو بل شی دی. دا څه شی دی؟ دا د هرات مکتب دی. یوازې جامي هم نه دی، نور شاعران هم لرو چې د هرات د مکتب ځانګړتیاوې یې په شعرونو کې انعکاس موندلي.''

د نثر په برخه کې هم د تیموریانو د وخت د شعر ژبنۍ ځانګړتیاوې لیدل کېږي، په دې عصر کې د پخوانیو ادبي مکتبونو په پرتله ساده نثر رواج و.

کلیله او دمنه

که څه هم د شعر په برخه کې معما او د نثر په برخه کې ځینې پېچلي اثار هم لیکل شوي، خو دا ډول اثار به تر ډېره د هنر او مهارت د ثابتولو په موخه رامنځ ته کېدل. مولانا حسین واعظ کاشفي چې د جامي وروسته د عصر لوی عالم او لیکوال ګڼل کېږي ان د 'کلیله و دمنه' کتاب چې څو پېړۍ وړاندې په پېچلی نثر لیکل شوی و په ساده ژبه بیا له سره ولیکه.

ادبي صنایعو خو په عربي، ازبکي ، دري او پښټو ژبو کې راځي. خو امیرعلیشیرنوایي په ازبکي ژبه د خپلو اثارو په لیکلو کې ډېر نوښت څرګند کړی. د بېلګې په توګه ده خپله خمسه د نظامي په اقتفا ترتیب کړی خو په هغو کې نوایي ډېر نوی مطالب راوړي

شفیقه یارقین

د ادبیاتو په برخه کې د تیموریانو د عصر یوه بله مهمه ځانګړتیا د ترکي ادبیاتو غوړېدل دي.

ترکي شعرونه په اوومه هجري پېړۍ کې هم ویل شوي خو په پراخه کچه یې د ادبیاتو بنسټ په هرات کې د تیموریانو د واکمنۍ پر مهال په ځانګړې توګه د امیر علیشیرنوایي په هڅه کېښودل شو.

فارسي او ترکي ژبو یو پر بل اغېز وکړ خو پر فارسي د ترکي ژبې اغېز محدود و ځینې ترکي کلمې شاعرانه ترکیبات او اصطلاحات فارسي ژبې واخیستل په داسې حال کې چې د ایران د ادبیاتو د تاریخ لیکونکي ذبیح الله صفا په وینا ترکي ژبې بیا د خپلو ادبیاتو د جوړلو لپاره ټول توکي له فارسي ژبې واخیستل او په وینایې دري نظم او نثر یې په ترکي نظم او نثر بدل شو.

خو دا خبره هم د ازبکي ژبې او ادبیاتو یوشمېر څېړونکي نه مني.

د ازبکي ژبې او ادبیاتو په برخه کې د افغانستان د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب سلاکاره مېرمن شفیقه یارقین وایي سره له دې چې ټولو به هغه مهال په فارسي ژبه زده کړې کولې، خو په وینا یې ترکي شاعرانو تش تقلید نه دی کړی بلکې د فارسي ژبې د ځینو سترو شاعرانو په پرتله یې نوښت هم کله کله زیات و.

مېرمن یارقین د امیر علیشیرنوایي هغه منظوم کتاب د بېلګې په توګه یادوي چې د فارسي ژبې شاعر نظامي ګنجوي په اقتفای یې لیکلي:

''ادبي صنایعو خو په عربي، ازبکي ، دري او پښټو ژبو کې راځي. خو امیرعلیشیرنوایي په ازبکي ژبه د خپلو اثارو په لیکلو کې ډېر نوښت څرګند کړی. د بېلګې په توګه ده خپله خمسه د نظامي په اقتفا ترتیب کړی خو په هغو کې نوایي ډېر نوی مطالب راوړي.

مثلاً نظامي د خسرو وشیرین په نامه یوه منظومه لیکلې خو نوایي د فرهاد او شیرین په نامه خپله منظومه رامنځ ته کړې. ده خپل دلیل هم وړاندې کړی او ویلي یې دي ځکه یې د منظومې نوم هم بدل کړی چې خسرو بې وفا و خو فرهاد په خپله مینه کې ثابت قدم و. نوایي په هېڅ یوه اثر کې مقلد نه دی پاتې شوی.''

سید یحیی حزین

''دا چې یو هنرمند په هر هنري ډګر کې د یو څه مهارت د ترلاسه کولو هڅه کړي، دا د ضعف او کمزورتیا نښه ده نه د پیاوړتیا، یو فارسي ضرب المثل دی چې وایي''همه کاره ی هیچکاره! '' دا د تقلید معلول و.''

که یو پر بل د ترکي او فارسي ژبو د اغېزو بحث پرېږدو، په دې عصر کې د داسې شاعرانو پيدا کېدل چې په دواړو ترکي او فارسي ژبو یې شعرونه ویل د پام وړ ځانګړتیا بلل کېږي لکه مولانا لطفي ، مولانا نقيبي، مير محمد علي ، ميرزا قاسم، خواجه اصفي او مولانا نرگسي.

امیر علیشرنوایي هم د فاني په تخلص فارسي او د نوایي په تخلص ترکي جلا دېوان لري.

ډېری لیکوالان او څېړونکي په دې باور دي چې د تیموریانو د عصر د ادبیاتو په هکله هم تراوسه کافي څېړنې نه دی شوې.

دوی په دې ټینګار کوي چې که دا ادبي دوره په ځیره بیا وکتل شي، نو ډېری مهمې ځانګړتیاوې به یې تر پڅوا زیاتې څرګندې شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .