ملي امنیت: د کندهار له زندانه تښېدلي ۶۵ بنديان مو بېرته نيولي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کندهار زندان
Image caption کندهار زندان ته مخامخ له یوه کوره طالبانو لغم ورکیندلی و.

په کندهار امنیتي ځواکونه وایي چې د کندهار له محبس څخه وړمه شپه د تښتېدلو بنديانو له ډلې یې ٦٥ کسه بېرته نیولي.

دکندهار ولایت مطبوعاتي دفتر په خپله نننۍ خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه کسان یې له تېرې ورځې راهیسې د ښار دننه او په يو شمېر ولسواليو کې د ګډو ځواکونو له خوا د پلټونکو عملياتو پرمهال نيول شوي.

بل خوا د افغانستان د ملي امنیت یو چارواکی وايي چې په کندهار کې څو میاشتې د مخه سیمه ییزو ادارو ته د کندهار پر زندان د برید د لا له وړاندې جوړې شوې توطيې خبر ورکړی و.

د کندهار امنيتي چارواکو ویلي چې د کندهار له مرکزي زندانه یې د تښتېدلو سیاسي بندیانو د بېرته نیولو هڅې پیل کړې، چې په وینا یې تر دې مهاله یې شاوخوا ۳۰ تښتېدلي بندیان نیولي دي.

افغان حکومت د نژدې ۵۰۰ بندیانو تېښته یو ناورین بولي، خو طالبانو دا د ځان لپاره یو لوی بری بللی دی.

د کندهار ښار په واټونو کې امنيتي کسان ولاړ دي او د تښتېدلو بندیانو د بېرته نیولو هڅې کوي.

د کندهار د ملي امنیت یا استخباراتو مرستیال عبدالوهاب صالح وايي په دغه اداره کې د یو شمېر کسانو د کاري ناغیړۍ له کبله سلګونه طالب بندیان د خپلو ملاتړو په مټ په تېښته بریالي شوي.

بل خوا د افغانستان د مشرانو جرګې ويلي د طالبانو له لوري کندهار زندان ته لار ايستنه او له دغه زندان نه د شاوخوا ۴۷۵ بنديانو خوشي کول د حکومت کمزوري او بې پروايي ده.

د مشرانو جرګې، د شکايتونو کمسيون مشر زلمي زابلي په کابل کې خبريالانو ته په څرګندونو کې وېره وښوده چې که د دغه ډول پېښو مخه ونه نيول شي نو په پراخ ډول به د اوسني سياسي نطام پايښت له ګواښ سره مخامخ کړي.

ورته مطالب