مخابراتو وزارت: د انټرنټ بیه سمه نيمايي را ښکته شوه

د انځور حقوق a
Image caption وزارت وايي هڅه يې داده چې ټول ولايتونه د انټرنيټ له لارې سره ونښلوي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي په دغه هيواد کې يې انټر نيټي شرکتونو ته د انټرنيټ د ورکړې بيه پنځوس په سلو کې ښکته کړې ده. د مخابراتو وزارت وايي د انټرنيټ کارونې د بيې له ښکته کولو يې يوه موخه داده چې لاسرسى ورته ډير شي.

دوی وايي هڅه يې داده چې د نوري فايبر د پروژې په پلي کولو سره ټول ولايتونه د انټرنيټ له لارې ونښلوي.

د مخابراتو سرپرست وزير اميرزي سنگين وويل چې اوسمهال د کابل په گډون يو شمير ولايتونو کې نوري فايبر په کار اچول شوى چې په پراختيا سره به يې د انټرنيټ بيه نوره هم ښکته کړل شي.

نوموړي وويل چې وزارت يې د نوي گام په ترڅ کې د انټرنيټ بيه تر پنځوس سلنې پورې ارزانه کړې ده.

د مخابراتو وزارت داسې مهال د انټرنيټ د بيې د ښکته کولو خبره کوي، چې په دغه هيواد کې د انټرنيټ يو ډير شمير کارونکي د انټرنيټ د بيو له لوړوالي او ټيټ کيفيت نه سر ټکوي.

په افغانستان کې سربيره پر دې چې د گرځنده تيلفونونو شبکې انټرنيټ وړاندې کوي، تر ديرشو ډير نور داسې شرکتونه هم شته چې د انټرنيټي خدمتونو د برابرولو په برخه کې فعاليت کوي.

دغه شرکتونه په يوه بيه انټرنيټ نه پلوري او يو تر بله توپير لري.

د وزارت چارواکي وايي اوس افغانستان په لويه کچه انټرنيټ ته لاسرسی لري، نو د شرکتونو کړنې به څاري چې په ښه ډول انټرنيټي فعاليتونه تر سره کړي.

دوی وايي چې نژدې څلور کاله مخکې افغانستان شاوخوا پنځوس ميگا واټه انټرنيټ درلود، خو اوس دا کچه ٧٥٠ ميگا واټو ته پورته شوې.

خو سره له دې هر څه د رسمي شميرو له مخه د افغانستان لس په سلو کې وگړي انټرنيټ کاروي.

ورته مطالب