افغان پیلوټ ۹ بهرني سرتيري وژلي

امریکايي پوځيان
Image caption د ايساف له لوري په خپره شوې اعلاميه کې د پېښې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويل شوي.

په افغانستان کې مېشت سوله ساتي ځواکونه ايساف وايي چې شپږ عسکر يې نن (چهارشنبه) په کابل کې د ډزو په يوه پېښه کې وژل شوي دي. د افغانستان د دفاع وزارت هم د شخړې پخلی کړی، خو نه يې دي ويلي چې څومره کسان په پېښه کې وژل شوي.

د افغانستان لپاره د ناټو د روزنیزې څانګې د عامه اړیکو مشر ډګروال سایمن مني چې په پېښه کې د دوی پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د وژل شویو د هویت او پېښې نور جزییات یې په ډاګه نه کړل.

ده وويل: (( هغه څه چې زه یې تر دې دمه تاییدولی شم دا دي چې په پېښه کې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو شپږ تنه پوځیان وژل شوي دي. دوی د کابل په شمال کې د افغان پوځ په هوايي ډګر کې په ډزو سره ووژل شول، موږ د برید کوونکي په اړه څېړنې پیل کړي دي او دا مهال په دې اړه ډېر څه نشو ویلای.))

د افغانستان د دفاع وزارت هم وايي چې په کابل کې د یوه افغان هوايي پوځي افسر (پیلوټ) او د هغه د بهرنيو همکارانو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته ډزې شوي دي.

د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې په متقابلو ډزو کې يو شمېر کسان وژل شوي او ټپيان دي.

پېښه نن سهار له غرمې وړاندې په يوولسو بجو رامنځته شوې ده.

په خبر پاڼه کې د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزييات نه دي ورکړل شوي.

دا څويم ځل دی چې د افغان امنيتي ځواکونو او د هغوی د بهرنيو همکارانو ترمنځ دا ډول شخړې رامنځته کيږي.

د دې لړۍ وروستۍ هغه د فارياب پېښه وه چې د ملي اردو يوه سرتېري څو بهرني سرتېري په ډزو ووژل او پخپله وتښتېد.

د تېر کال په نومبر میاشت کې د افغانستان یوه سرحدي پولیس یو امریکایی سرتېری هغه مهال په ډزو وواژه، چې افغان پولیسو ته یې روزنه ورکوله.

تېر کال په يوه بله ورته پېښه کې یوه افغان سرتېري پنځه برتانوي سرتېري په ډزو ووژل .

ورته مطالب