په زابل کې د ګاډي په اوښتو ۲۲ مسافر مړه شوي

بس
Image caption د کابل هرات پر لویه لاره ډېر کله د زیات سرعت له کبله ګاډي ټکر کېږي.

د پنجشنبې په ګهيځ د کندهار – زابل پر لاره له کابله یو ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکی ګاډی له سړکه اوښتی چې تر ۲۰ ډېر کسان په کې مړه شوي.

د کندهار د ترافیکو مدیر محمد الله خان بي بي سي ته وویل، د ډېر سرعت له کبله د ګاډي ټانکۍ اور اخیستی او بیا له سړکه اوښتی دی.

محمد الله خان وايي دغه ګاډی له کابله نیمروز ته روان و چې د زابل په جلدک سیمه کې له دې پېښې سره مخامخ شو.

نوموړی وايي چې دغه ګاډی د سیدجمال الدین د سپرلۍ د لېږدولو شرکت اړوند ګاډی و.

د ترافیکو مدیر وايي چې دوی ونه شوای کړای چې هلته ورشي او دا مالومه کړي چې په پېښه کې څومره ماشومان او ښځې وژل شوي.

خو په سوېل کې د ۴۰۴ میوند زون یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، چې په پېښه کې ۲۲ مسافر مړه شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

پر دغه لاره عیني شاهدانو ویلي چې ګاډی تقریباً ټول له منځه تللی دی.

په پېښه کې ټپیان د زابل او کندهار روغتونونو ته وړل شوي دي.

ورته مطالب