د کندهار مرکزي زندان ۸ جګپوړي کارکوونکي نیول شوي

په کندهار کې د د زندان مشر له خپلو اوو جګپوړيو کارکوونکيو سره نيولی دی.

له دغه زندان نه د تېرې يکشنبې په ورځ نژدې۵۰۰ بنديان د يوه تونل له لارې چې د زندان له بهره ورکيندل شوی و، وتښتېدل.

د زندان مشر جنرال غلام مايار له دندې ګوښه شوی، او اوس له کندهار نه پلازمېنې کابل ته لېږدول شوی دی.

له ښاغلي مایار نه به د زندان د ماتېدو په اړه پوښتنې وشي.

له کندهار څخه د بي بي سي یو خبریال بلال سروري کاږي، د زندان مشر جنرال غلام مایار د کندهار د پولیسو د مشر دفتر ته لاس تړلی بېول شوی دی.

نوموړی له دندې ګوښه شوی چې دا مهال کابل ته د پوښتنو ګروېږنو لپاره لېږل شوی.

له افغاني زندانونو د بندیانو تېښتې

نېټه ځای د بندیانو شمېر
ډول
جون، ۲۰۰۸
کندهار تر ۹۰۰ ډېر
چاودنه، د زندان ماتېدل
جولای، ۲۰۹
فراه ۱۹ چاودنه بیا تېښته
نومبر، ۲۰۰۹
فراه ۱۲ تونل
اپریل، ۲۰۱۱
کندهار شاوخوا ۵۰۰
تونل
سرچینه: بي بي سي
جنرال غلام دستګیر مایار

له ښاغلي مایار سره د زندان شپږ نور جګپوړي مامورین هم نیول شوي دي.

له ده سره په اوو نیول شوو کسانو کې یو د پولیسو هغه افسر دی، چې د زندان د شاوخوا امنیت مسؤول و.

د یوه افغان پلټونکي په وینا، پر دغه زندان د حکومت په پرتله طالبان ډېر واکمن ول.

داسې ښکاري چې د زندان ساتونکو په زندان کې سیاسي بندیانو ته غیرې معمول ازادي ورکړې وه.

د سرپوزې د زندان وېدیو وګورﺉ

یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، دوو جګپوړو اورپکو بندیانو ته د زندان د څلورو کوټو کیلیانو ته لاسرسی درلود.

په زندنان کې ګمارل شویو پولیسو او کار کوونکو پر بندیانو ګرځنده تیلې فونونه خرڅ کړي ول چې په دې سره دوی له هغو طالب مشرانو سره خبرې کولای شوای چې د زندان په ماتولو کې یې رغنده رول درلود.

د کندهار ملي امنیت ویلي، چې له تښتېدلو بندیانو یې نژدې ۷۱ بېرته نیولي دي.

طالبانو ویلي چې له دغه زندان څخه په تښتېدلو بندیانو کې ۱۰۰ د طالبانو جګړه ییز قومندانان دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .