کابل ته واشنګټن نوی سفیر استوي

کارل اېکنبیري
Image caption په کابل کې د امریکا د سفارت ویانده کیري حنان وایي، داسې کومه نیټه نشي په ګوته کولی چې کارل اېکنبیري به له هغې وروسته له دندې لرې کړل شي:

په کابل کې د امریکا سفارت سرچینې وایي، ښایي په راتلونکو شپږو اوونیو کې د افغانستان لپاره د دغه هیواد سفیر کارل اېکنبیري له دندې ګوښه او پرځای یې نوی کس وټاکل شي.

که څه هم په کابل کې د امریکا سفارت چارواکي په رسمي بڼه د نوموړي د ګوښه کیدو په اړه څه نه وایي، خو یو شمیر امریکایي رسنیو وار له مخه ځینې داسې رپوټونه خپاره کړي چې ښایي په عراق کې د امریکا پخوانۍ سفیر رایان کروکر په افغانستان کې د امریکا د نوي سفیر په توګه ونومول شي.

ظاهراً په رسمي توګه په افغانستان کې د امریکا د سفیر کارل اېکنبیري له دندې د ګوښه کېدو په اړه سپینې ماڼۍ تراوسه کومه پریکړه نه ده کړې، خو په کابل کې د امریکا سفارت ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي، ښایي په راتلونکې شاوخوا یوه نیمه میاشت کې د ښاغلي اېکنبیري دنده پای ته ورسېږي.

سرچینه وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه احتمالي نوماند نوم چې د اوسني سفیر ځای به نیسي ولسمشر بارک اوباما ته په ګوته کړی، خو تر هغې چې ولسمشر یې په اړه پریکړه کوي او وروسته د امریکا د مشرانو جرګې نظر هم پرې اخیتستل کیږي، ښایي څه مودې ته اړتیا ولري.

خو په کابل کې د امریکا د سفارت ویانده کیري حنان وایي، داسې کومه نیټه نشي په ګوته کولی چې کارل اېکنبیري به له هغې وروسته له دندې لرې کړل شي:

''نوموړی به د دوو کلونو لپاره د مي تر میاشتې پورې په دنده کې وي. خو د کار ادامه یې د ولسمشر په خوښی پورې تړلې ده. په دې مانا چې د نوې نیټې او نوي کس تر معرفي کیدو پورې به هغه خپله دنده پرینږدي. موږ تراوسه کومه اعلامیه نه ده ترلاسه کړې. د کار د مودې د پای نیټه یې هم نه ده معلومه. یو سفیر کولی شي یو کال، دری کاله او پنځه کاله په خپله دنده پاتې شي. دا په بشپړه توګه یوه عادي موضوع ده.''

خو له دې سره جوخت په یو شمیر امریکایي رسنیو کې داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې وایي، چې ولسمشر اوباما غواړي د دغه هېواد یو پخوانی ډیپلمات رایان کروکر د افغانستان لپاره د خپل نوي سفیر په توګه ونوموي.

د انځور حقوق AP
Image caption په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال ډېوېد پيټرېیاس پرځای د سي ای اې د مشر لیون پېنېټا د ټاکل کېدو اوازې شوې.

ښاغلي کروکر ته د امریکا په بهرنی تګلارې کې د یوې مطرح څیرې په سترګه کتل کیږي او تر دې وړاندې نوموړي په سوربه، لبنان، پاکستان، کویټ او عراق د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړي له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۰۹ میلادي کاله پورې هغه مهال په عراق کې دنده ترسره کوله چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو اوسني قوماندان جنرال پیټرېیاس دغلته د امریکایي ځواکونو مشري کوله.

د دغو دواړو امریکایي چارواکو اړیکي نژدې بلل شوې او داسې ویل کیږي چې په عراق کې د دوی دواړو ګډې ملګرتیا ته په کتو ولسمشر اوباما غواړي په افغانستان کې هم دوی دواړه سره یو ځای کړي او د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ د پلي کېدو بهیر ته نوې ساه ورکړي.