د امريکا ولسمشر پخپله امنيتي ډله کې د لويو بدلونو اعلان وکړ

اوبام د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر اوباما غواړي، چې په دې مهم وخت کې د باوري کسانو په راوستو د مشرتابه تسلسل پر ځای پاتې شي.

ولسمشر اوباما پخپله امنيتي ډله کې د يو لړ بدلونونو اعلان کړی، چې له مخې به يې د ملي دفاع د وزير او استخباراتي ادارې يا CIA د مشر په ګډون په افغانستان کې د امريکا سفير او مشر پوځي قوماندان هم بدل شي.

په افغانستان کې مشر پوځي قوماندان، جنرال ډېويډ‌ پيټريس به د مرکزي استخباراتي ادارې مشر شي او پر ځای به يې جنرال جان الن راځي .

د سي ای اې اوسنی مشر ليون پونيټا Leon Panatta به د رابرټ ګېټس پر ځای دفاع وزير شي.

د بارک اوباما د ولسمشرۍ له لومړيو اونيو را وروسته دا دده په ملي امنيتي ډله کې تر ټولو لوی بدلون بلل کېږي .

که څه د ولسمشر اوباما د اعلان له مخې د پېنځو کسانو پر کار او دندو اغېز پرېوزي، خو په افغانستان کې به د دوو کسانو کار او فعاليت ته ډېر پام کېږي .

د امريکا نوی سفير ريان کوکر Ryan Crocker او مشر پوځي قوماندان جنرال جال اېلن Jan Allen :دوی به د افغانستان او سيمې په يوه مهم پړاو کې هغه مهم لوبغاړي وي، چې پرېکړ ې به يې پر حالاتو په يوه يا بل ډول اغېز ولري .

د يوه مسلکي ديپلومات په توګه، ريان کروکر د نړۍ په مهمو لانجمنو سيمو کې پراخه کاري تجربه لري .

نوموړی په داسې وخت کې په افغانستانې د امريکا سفير ټاکل کېږي، چې د افغان و لسمشر حامدکرزي او امريکا تر منځ پر ځينو ټکو اختلافونه شتته.

په افغانستان کې د امريکا د اوسني سفير کارل اېکېنبېري د دورې پر مهال د ولسمشر کرزي او امريکا تر منځ اړيکي ساړه شوي او د بې باورۍ او بې اعتمادۍ فضا ډېره شوې ده .

نوی سفير ښاغلی کروکر، افغانستان پېژني ، خو بيا به هم د کابل او واشينګټن تر منځ د ډاډمنو اړيکو په رامنځته کولو کې د يوه مهم خو ستونزمن کار مشري کوي.

د يو شپېته کلن ښاغلي کروکر دنده به له دې کبله هم مهمه وي، جې افغان ځوااکونو ته د امنيتي چارو د مسوليت سپارنه، له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتنه او د امريکا پوځي رول سوکه سوکه تر ډېره حده په ملکي ښکېلتيا د بدلېدو چارې، په همدې روان کې دوزه يوولسم ميلادي کال کې پيلېږي .

ښاغلی کروکر په عربي خبرې کوي او د پاکستان تر څنګ په عراق، کويټ او لبنان کې هم د امريکا سفير پاتې شوی دی .

ولسمشر بوش نوموړي ته د امريکا لارنس يا(American’s Lawrence of Arabia) ويلي و. لارنس يو بريتانيايي جاسوس و او نژدې سل کال وړاندې د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال يې په منځني ختيځ کې د عثماني خلافت په ړنګولو او د هغوی خلاف د عربانو په راپارولو کې يې مهم رول لوبولی و.

ښاغلي کروکر دوه کاله وړاندې تقاعد اخيستی و او اوس د امريکا د ټيکساس ايالت په يوه پوهنتون کې دحکومتدارۍ او ملکي خدمتونو د څانګې مشر دی .

په افغانستان کې د ملکي چارو د ترسره کولو تر څنګ به له پوځي اړخ سره همغاړيتبو هم د نوي سفير يوه مهمه نده وي، چې د نوي مشر قوماندان سره د چارو په سمولو کې کار وکړي او د افغان چارواکو غوښتنو او اړتياوو ته په ګډه ځواب ووايي.

په افغانستان کې د امريکايي او بهرنيو ځواکونو قوماندان جنرال پيټريس په مني کې د امريکا د مرکزي استخباراتي ادارې يا CIA مشرتوب پر غاړه اخلي.

دده پر ځای راتلونکی جنرال جان الن د امريکا د سمندري ځواکونو مړی غړی دی، چې په افغانستان کې د امريکايي او نورو بهرنيو ځواکونو مشر قوماندان ټاکل کېږي .

جنرال الن ، د عراق د جګړې يو ستايل شوی جنګيالی ګڼل کېږي، چې اوس د امريکا په مرکزي قوماندې کې د مرستيال قوماندان په توګه په منځني ختيځ او مرکزي اسيا کې د امريکا د پوځي عملياتو څارنه کوي.

اوه پېنځوس کلن جنرال الن له دوه زره شپږ څخه تر اتم پورې د عراق په لوېديځ کې مېشت و، چې د القاعده او نورو اورپکو پر ضد يې د سني عربو قبايلو په را پورته کې مهم رول لوبولی و.

جنرال الن به نه يوازې په افغانستان کې د وسلوالو مخالفينو پر ضد جګړې مشري کوي، بلکې افغان حکومت ته د امنيتي مسوليت د مرحله وار سپارلو او له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د پړاويز ايستلو د چارو مشري هم کوي.

د ولسمشر اوباما د ادارې دغه بدلونونه که څه هم پر عمومي ستراتيژي باندې ډېر اغېز و نه لري، خو يو شمېر ټاکټيکونه او کړنلارې به ښايي ورسره بدلې شي.

څرنګه چې څه باندې يو کال وروسته په امريکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي او په افغانستان کې هم جګړه په يوه ډېر حساس پړاو کې ده، نو ولسمشر اوباما غواړي، چې په دې مهم وخت کې د باوري کسانو په راوستو د مشرتابه تسلسل پر ځای پاتې شي.

ورته مطالب