سيمې ته د امريکا د ځانګړی استازی ښاغلي ګروسمن سفر

مارک ګروسمن
Image caption مارک ګروسمن به په افغانستان او پاکستان سربېره هند او سعودي عربستان ته هم ولاړ شي او د افغانستان د روانې شخړي د هواري په خاطر به، هورې له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا نوی ځانګړی استازی مارک ګروسمن دغو دواړو هېوادونو ته د سفر په دوره وتلی او هند او سعودي ته به هم ولاړ شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، ښاغلی ګروسمن د چارشنبې پر ورځ له واشنګټن څخه خوځېدلی او دا به لومړی ځل وي، چې ښاغلی ګروسمن په کې هند ته سفر کوي.

مارک ګروسمن د ريچارډ هولبروک پر ځای ټاکل شوی، چې په تېر ډيسمبر کې د ناروغۍ له امله ومړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي استازی به يې پخپلو ټولو ليدنو کتنو کې له دواړو افغانستان او پاکستان سره د تلپاتې اوږدمهاله ملګرتوب په اړه د امريکا پر ژمنتيا ټينګار وکړي.

نوموړی به د خپلو چارواکو په وينا په کابل او اسلام اباد کې له حکومتي چارواکو، پارلماني غړو، د مدني ټولنو او ځايي رسنيو له استازو سره ليدنې کتنې ولري.

تېرو څو کلونو کې هر کال په پوځي او ديپلوماتيکه برخه کې د پرېکنده ګامونو او بدلونونو مودې بلل کېدې، خو روانو حالاتو ته په کتو به ۲۰۱۱ کال هم د افغانستان لپاره او هم د امريکا د نويو ديپلوماتيکو او پوځي چارواکو لپاره له ننګونو ډک وي. اټکل دی افغانستان او پاکستان ته د امريکا نوی استازی مارک ګروسمن به نوی ډيلی او اسلام اباد په افغانستان کې د سيالۍ پر ځای همکارۍ ته هڅوي.

دغه راز دا چې د سعودي په اړه ويل کېږي ګنې له طالبانو سره د خبرو په اړه مرسته کوي، نو نوموړی به په رياض کې هم د سعودي نبض ګوري او د دې توان به يې وازمويي چې سولې او د خبرو مېز ته د طالبانو په راکاږلو کې کوم جادويي اغېز لري که څنګه؟

ورته مطالب