د چرسو بيه د اپينو بيې ته رسېدلې

Image caption افغان حکومت وايي کروندګرو اوس د کوکنارو پر ځای د چرسو کر ته لاس اچولی.

افغان حکومت وايي په افغانستان کې د چرسو د بيو له ختلو سره سم د دغه بوټي کر اوس د هېواد نژدې نیمايي ولايتونو ته پراخ شوی دی. له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي چې د چرسو د يو کيلو بيه اوس له ۲۰۰ نه تر ۳۰۰ ډالرو پورې ختلې او همدا بيه د يو کيلو اپينو هم ده.

دوی وايي چرس تر ډېره په هغو ولايتونو کې کرل کيږي چې د کوکنارو له کره صفر اعلان شوي ، خو په وينا يې په هغو کې هم کم نه دي چې کوکنار په کې کرل کيږي.

افغان حکومت وايي د چرسو د بوټو په له منځه وړلو مکلف دي او په دې برخه کې نړيواله ټولنه هم ورسره يوه خوله ده چې دا له اپينو وروسته د اورپکو دويمه مالي سرچينه ده.

د افغان حکومت په وينا افغان کروندګرو اوس د کوکنارو پر ځای د چرسو کر ته لاس اچولی چې په خبره يې ښايي دغه کښت لا پسې پراخ شي.

حکومت وايي د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې له لوري د تر سره شوې سروې ابتدايي موندنې ښيي چې له کوکنارو په پاکو اعلان شويو سيمو کې د چرسو کښت اوس زيات شوی.

له نشه يي توکو سره د مبارزې افغان وزارت وايي سروې ښيي چې دا مهال په افغانستان له ۱۵ تر ۲۵زره هکتاره پورې ځمکه د چرسو په بوټو پوښلې ، خو وايي د سروې بشپړ جزييات به د دې کال په وروستيو کې خپاره شي.

Image caption د چرسو د يو کيلو بيه اوس له ۲۰۰ نه تر ۳۰۰ ډالرو پورې ختلې او همدا بيه د يو کيلو اپينو هم ده.

د دغه وزارت مرستيال ابراهيم ازهر د چرسو د کر د زياتېدو او پراخېدو لوی لامل په سيمه ييزه کچه د چرسو د تقاضا ډېرېدل په ګوته کوي.

خو دی وايي دا نه ده مالومه دا نه ده چې ولې د سيمې په هېوادونو کې د چرسو تقاضا ډېره شوې ده.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستيال وزير وايي لويديځ ته د دغه نشه لرونکي توکو قاچاق، ځکه نا شونی دی چې د بوی له امله د پټېدو نه دي.

ښاغلی ازهر وايي نړيواله ټولنه هم په افغانستان کې د چرسو کر اندېښمنه کړې او په خبره يې په دې فکر دي چې چرس هم د کوکنارو په څېر د اورپکۍ د مالي پياوړتيا يوه وسیله کېدی شي.

افغانستان په نړۍ کې د اپينو تر ټولو لوی توليدونکی هېواد دی او کتونکي فکر کوي که په افغانستان کې د چرسو د کښتونو مخه ونه نيول شي په راتلونکو څو کلونو کې به د چرسو د کر او توليد له درکه هم لومړی مقام وګټي.

ورته مطالب