بحرین افغانستان ته الوتنې پیلوي

باروړونکې الوتکه
Image caption د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې دا مهال د افغانستان په هوايي ډگرونو کې امنيتي ستونزې نه شته او هوايي ډگرونه هم په پرمختللو وسايلو سمبال شوي دي.

بحرين شپږم هېواد دى چې افغانستان ته په رسمي بڼه الوتنې پيلوي، د هغه تړون له مخې چې د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د پلاوي او د بحرين د چارواکو تر منځ لاسليک شوى، د هغه هيواد الوتکې به هره اوونۍ افغانستان اته الوتنې کوي .

دمگړى افغانستان ته د عربي متحده اماراتو ، ايران ، هند ، پاکستان او ترکيې هوايي کرښې الوتنې کوي .

افغان چارواکي وايي چې نړيوال هوايي شرکتونه په افغانستان کې زياته گټه نه ويني او له همدې امله ډيرې کمې هوايي کرښې افغانستان ته د الوتنو لپاره زړه ښه کوي .

د افغانستان د هوايي چلند د پياوړتيا په موخه د بحرين او کابل تر منځ د الوتنو د تړون لاسليک کول د افغان چارواکو هغه هڅه ده چې غواړي په دې توگه ډېر نړيوال شرکتونه الوتنو ته ورمات کړي.

د دغه تړون له مخې به د بحرين او افغاني خصوصي شرکتونو الوتکې بحرين او کابل ته په حلاص مټ الوتنې کوي، په پيل کې به دغه الوتنې کابل او وروسته به د هرات، کندهار او مزارشريف هوايي ډگرونو ته هم الوتنې پيل کړي.

د ترانسپورت او هوايي چلند د وزارت وياند ننگيالى قلات وال وايي چې د دغه تړون له مخې چې په بحرين کې لاسليک شوى ډر ژر به هره اوونۍ اته الوتنې کابل او له کابله بحرين ته پيل شي.

دا مهال په ډير کم شمېر کې نړيوال شرکتونه لکه د اروپايي، امريکايي او افريقايي هيوادونو هوايي کرښې د دريمگړو هيوادونو له لارې افغانستان ته الوتنې کوي.

ښاغلى قلات وال وايي ځينې هېوادونه او يا نړيوال شرکتونه هغو هېوادونو ته الوتنې کوي چې گټه يې په کې ډيره وي او د هغه په وينا ښايي افغانستان ته په الوتنو کې خپلې گټي و نه ويني، نو ځکه دا مهال د گوتو په شمير شرکتونه چمتو شوي چې افغانستان ته الوتنې وکړي.

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې دا مهال د افغانستان په هوايي ډگرونو کې امنيتي ستونزې نه شته او هوايي ډگرونه هم په پرمختللو وسايلو سمبال شوي دي.

دغه چارواکي هيله ښکاره کوي چې ډير ژر به د بحرين تر څنگ د ترکمنستان او تاجکستان هوايي کرښې هم افغانستان ته الوتنې پيل کړي.

ورته مطالب