''ملي پوځ لاهم په مستقل ډول د پوځي عملیاتو وس نه لري''

امریکایی او افغان سرتېری
Image caption د امریکا د دفاع وزارت پنتاګان په خپل دغه تازه رپوټ کې د تشکیلاتو له اړخه د افغان پوځ تدریجي ودې او ځواکمنتیا ته د اشارې تر څنګه لا هم د دغه پوځ پر وړتیا کلک شکونه ښودلي.

د افغانستان د دفاع وزارت مني چې د هېواد ملي پوځ لا هم په مستقل ډول د پوځي عملیلاتو وس نه لري. چارواکي د پوځي وسایلو کمی او په ځانګړې توګه د هوایي ځواکونو کمزورتیا د نیمګړتیا اصلي لامل بولي.

د افغانستان د دفاع وزارت دا مني چې ځواکونه یې په ریښتیا هم په مستقل ډول د پوځي عملیاتو وس نه لري ، خو لامل یې تشکیلاتي کمزورتیا نه بلکه د جګړې لپاره د اړتیا وړ پوځي وسایلو کمی بولي .

د غه څرګندونې د پنتاګان د هغه رپوټ په غبرګون کې راغلې چې وایي د افغان پوځ هېڅ یوه قطعه د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ پرته دا وس نه لري چې د وسله والو مخالفانو خلاف په مستقل ډول پوځي عملیات تنظیم او عملي کړي.

د پنتاګان په رپوټ کې دا هم راغلي چې د پوځ لیکو ته د ورتلونکو سرتېرو د پام وړ شمېره بېرته تښتي. خو افغان چارواکي د تښتېدونکو سرتېرو په اړه د پنتاګان له لورې ورکړې شوې شمېرې له حده زایاتې بولي.

د امریکا د دفاع وزارت پنتاګان په خپل دغه تازه رپوټ کې د تشکیلاتو له اړخه د افغان پوځ تدریجي ودې او ځواکمنتیا ته د اشارې تر څنګه لا هم د دغه پوځ پر وړتیا کلک شکونه ښودلي.

په مستقل ډول د پوځي عملیاتو لپاره د افغان پوځ کمزورې وړتیا له پوځي قطعو او جزوتامونو د سرتیرو پرله پسې تېښته او د مسلکي روزونکو د شمېرې کموالی د پنتاګان د دغو شکونو په سر کې راځي.

د افغانستان دفاع وزارت د ښوونې او روزنې د ادارې ویندوی عزیز ارمان په همدې اړه د اړتیا وړهوایي او کشفي پوځي تیکنالوجۍ نشتوالی د ستونزې اصلي لامل یادوي:

''ملي پوځ د پرسونل، پوځي مشرتابه او قوماندې یا اوپراتیفي سَوق او ادارې له اړخه ستتونزه نه لري. ستونزه د پوځي تکنالوجۍ د کمي له اړخه ده. که چېرې نړیواله ټولنه موږ ته د اړتیا وړ پوځي تيکنالوجي او په ځانګړې توګه هوایي تخنیک او کشفي تیکنالوجي راکړي نو په دې سره به زموږ هره قطعه په مستقل ډول د پوځي عملیاتو وس ومومي. ''

د پنتاګان په دغه رپوټ کې د پوځ له لیکو د سرتېرو په دوامداره تېښتې هم اندېښنه ښودل شوې.

رپوټ وایي پوځ ته د ورتلونکو هرو لسو سرتېرو له مینځه شاخوا شپږ تنه بېرته تښتي او همدا د سرتېرو د شمېرې له اړخه د پوځ د مټه ودې لامل بولي .

په رپوټ کې د سرتېرو د تېښتې لاملونو ته اشاره نه ده شوې، خو ښاغلی ارمان د پنتاګان د انګیرنو خلاف د تښتېدونکو سرتېرو شمېر لوړ نه ګڼي:

''د اردو په لیکو کې په لږ شمېر کې داسې سرتېري شته چې د روغتیایي فزیکي او ځینو نورو ستونزو له کبله د درندو پوځي دندو وس نه لري او دا همدا وړ سرتېري دي چې دنده پریږدي او بېرته کورونو ته ځي. خو دا شمېره هومره نه ده چې پنتاګان یې وایي. بر عکس د هرې میاشتې په تېرېدو د پوځ د سرتېرو شمېره زیاتېږي او هڅه دا ده چې د ۲۰۱۲ کال تر پایه د پوځ شمېره ټاکل شوي حد یعنې ۲۴۰ زرو ته ورسېږي. ''

Image caption د افغانستان دفاع وزارت د پنتاګان د انګیرنو خلاف د پوځ له لیکو د تښتېدونکو سرتېرو شمېر لوړ نه ګڼي.

له دې سره سره پنتاګان په خپل رپوټ کې په تیرو شپږو میاشتو کې د افغانستان په امنیتي حالاتو کې د نسبي ښه کېدا خبره کوي، خو د استخباراتي معلوماتو له مخې دا خبرداری هم ورکوي چې کیدی شي مخالفان د هغو سیمو د بېرته لاندې کولو لپاره هڅې ډېرې کړي چې د تېر کال په اوږدو کې یې له لاسه وتلي دي.

پخپله طالبانو هم د پسرلنیو عملیاتو د پیلېدو خبرداری ورکړی او وایي بریدونه به یې تر ډېره پر بهرنیو او افغان ځواکونو را ټول وي.

له لویه سره د افغان ځواکونو پر روزنه په تېرو څو کلونو کې په میلیاردونو ډالر لګېدلي او هڅې پر دې راټولې وې چې دغه ځواکونه پخپله د امنیتي مسوولیتونو د پیټي د پورته کولو جوګه شي.

خو ظاهراً داسې برېښي چې دوه میاشتې وروسته دغو ځواکونو ته د ځینو سیمو د امنیت د سپارلوپه تړاو د مهال وېش له جوړېدو سره سره لا هم په دې لاره کې اوږود مزل او د نورو میلیادونه ډالرو لګښت په مخ کې دی.

ورته مطالب