افغان سوداګرو د مالیې په لوړېدا کاربندیز کړی

Image caption د کندهار ولایت سوداګر وايي شاوخوا پنځه ورځې کېږي چې د دوی په سوداګریزو مالونو بار په سلګونو لارۍ پاکستاني لوري درولي او له کرښې د اوښتو اجازه نه ورکوي.

افغان سوداګرو په سپین بولدک کې وروسته تر هغه کاربندیز کړی، چې پاکستاني لوري مالیه پرې لوړه کړه.

له همدې کبله د سوداګرو سلګونه لارۍ په سپین بولدک کې د کرښې دواړو خواوو ته بندې پاتې دي.

دغه سوداګر وايي د دوی په مالونو کې خوراکي توکي، درمل، تازه مېوې او نور توکي شامل دي چې پر پوله د ځنډېدو سره یې د ضایع کېدو وېره شته.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي سوداګرو په دې اړه دوی ته کوم رسمي شکایت نه دی کړی، خو وايي دوی به په دې اړه له پاکستاني لوري سره خبرې وکړي.

د کندهار ولایت سوداګر وايي شاوخوا پنځه ورځې کېږي چې د دوی په سوداګریزو مالونو بار په سلګونو لارۍ پاکستاني لوري درولي او له کرښې د اوښتو اجازه نه ورکوي.

دوی دا اندېښنه لري که پر پوله دا مالونه همداسې وځنډول شي نو د خرابېدو امکان یې ډېر زیات دی، ځکه دا مهال په سپین بولدک کې د تودوخې درجه هم ډېره لوړه شوې.

د کندهار د سوداګرو د ټولنې مشر رحم الدين حاجي اغا د ولسمشر کرزي په ګډون پر افغان حکومت غږ وکړ چې د دغې ستونزې هواري ته ورمخکې شي:

''دلته لار بنده ده، ددې د حل لپاره باید دولت ژر ترژره اقدام وکړي، چې دا لار خلاصه شي او مالونه حرکت وکړي چې دولت په دې کې کوښښ ونه کړي، سوداګر خو نه شي کولای، دا دولت او چارواکو دنده ده چې هر ځای اقتصادي ستونزې حل کړي. موږ خو مستقیما نه د بهرنیو چارو وزرات یو او نه هم د سوداګرۍ اومالیې وزرات.''

د سوداګرۍ وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل وايي، سوداګرو په دې اړه له دوی څخه کومه رسمي غوښتنه نه ده کړې، خو زیاتوي چې پاکستاني لوري له هغو لاریو چې له افغانستانه پاکستان ته ځي او یا هم له دغه هېواده افغانستان ته راځي، اضافي پېسې غواړي:

Image caption دغه سوداګر وايي د دوی په مالونو کې خوراکي توکي، درمل، تازه مېوې او نور توکي شامل دي چې پر پوله د ځنډېدو سره یې د ضایع کېدو وېره شته.

''ددې لامل دا دی چې پاکستاني ملیشې له هر موټره اته زره روپۍ اخلي، نو د دواړو لورو سوداګرو اعتصاب کړی دی او وايي چې دغو پیسو ورکولو ته تیار نه دي. اوس موږ په دې اړه جدي پلټنې کوو.''

د ډیورند پر کرښه د سوداګرو د لاریو تر دې درېدنې وړاندې هم له پاکستان، ایران او تاجکستان سره پر ترانزیتي لارو د سوداګرو لانجې وې.

ددغو ستونزو له ډلې ځینې یې په ځنډ حل شوي دي.

ورته مطالب