د کندهار ۱۷ امنيتي چارواکي له دندو ګوښه شول

کندهار

د افغانستان سوېلي کندهار ولایت یو شمېر امنيتي چارواکي د کورنیو چارو وزارت په امر یا په کور کښېنول شوي او یا یې هم د دندې ځای بدل شوی دی.

په سوېل کې د میوند ۴۰۴ نمبر قول اردو قومندان جنرال محمد سالم احساس وویل د حوزو او امنیه قومندانانو بدلېدل یې د ښه امنیت د ټينګښت له کبله کړي.

ښاغلي احساس زیاته کړه چې د کندهار د ډنډ، ارغستان، میوند او میانشین ولسوالۍ امنیه قومندانان بدل شوي، چې د زبال، هلمند او دایکندي ولایتونو ولسوالیو ته به ولېږلي .

بل خوا د کندهار والي توریالي ویسا په دغه ښار او ولسوالیو کې لومړی نمبر احضارات اعلان کړي دي.

نوموړي وویل چې د امنیت د ټينګښت په خاطر یې د زندان تر ماتېدو وروسته دا ګار اخیستی، چې هره ورځ دی پخپله په ښار کې ګمارل شوي امنيتي ستېري څاري.

ورته مطالب