طالبانو د ملکي تلفاتو په تړاو د م. م د غوښتنې هرکلی وکړ

ولسي افغانان
Image caption د طالبانو او بهرنیو ځواکونو دواړو د عملیاتو په ترڅ کې ملکي وګړي خوندي نه پاتې کېږي، د سر او مال زیانونه وراوړي.

طالبانو د هر هغه اقدام هرکلی کړی چې په کې د ملکي وګړو د تلفاتو مخنیوی وشي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې ادارې یا 'یوناما' په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې د ولسي وګړو د ساتنې لپاره اړین اقدامونه ترسره وکړي.

طالبانو د 'بدر' په نوم د پسرلنیو عملیاتو اعلان کړی او هغه کسان یې ګواښلي چې له حکومت سره کار کوي.

طالبانو خبري رسنیو ته ویلي دوی د 'بدر' په نوم عملیاتو په څلورمه ماده کې له خپلو وسله والو غوښتي چې د ملکي کسانو د سر او مال ساتنه وکړي.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو ملګري ملتونه دې ته اړ کړي چې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره ټولې ممکنې لارې چارې ولټوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارې یا یوناما مشر سټېفن دېمیستورا وايي د نړیوالو ځواکونو په هوايي بریدونو کې عامو وګړو ته زیات زیان اوړي، او د شپې چاپې د خلکو ترمنځ د وېرې لامل شوي دي.

د طالبانو د عملیاتو په ترڅ کې هم ملکي وګړي خوندي نه پاتې کېږي، د سر او مال زیانونه وراوړي.

ملګري ملتونه په داسې وخت کې د ملکي وګړو د ساتنې خبر کوي چې په دې وروستیو کې (تېره ورځ) طالبانو اعلان وکړ چې د بدر په نوم خپلو عملیاتو کې به د دولتي چارواکو، پارلماني او د سولې د عالي شورا د غړو او د کورنیو او بهرنیو کمپینو د مشرانو په ګډون حکومت پلوه مشران او چارواکي په نښه کړي.

د یوناما د ادارې ویاند نظیف الله سالارزی وايي په افغانستان کې د تاوتریخوالي پېښو له زیاتېدو سره دوی د جګړې له ټولو خواوو په تېره بیا له طالبانو غوښتنه کړې چې عامو وګړو ته د زیان اړولو مخه ونیسي:

''ملګري ملتونه پرطالبانو غږ کوي چې له دې بریدونو لاس واخلي او په ځانګړې توګه هغه کسان په نښه نه کړي چې مستقیماً په شخړو کې ښکېل نه دي. کله چې ملګري ملتونه د ټولو ښکېلو غاړو خبره کوي، په دې کې حکومت هم د حکومت پلوي ځواکونه، نړیوال ځواکونه او وسله وال طالبان په کې شامل دي.''

Image caption طالبانو د یوناما له مشر ډېمېستورا غوښتي چې په هېواد کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ته هم په جدي ټکو د ملکي وګړو د ساتنې او دخلکو ديني او فرهنګي موضوع په پوره جديت سره مطرح کړي.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې ویل شوي د بشري حقونو د قانون له مخې هر هغه څوک چې په مستقیمه توګه په تاوتریخوالي کې لاس ونه لري ملکي وګړي بلل کېږي او باید ټول اړخونه یې د ساتلو هڅه وکړه.

طالبانو د یوناما له مشر ډېمېستورا غوښتي چې په هېواد کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ته هم په جدي ټکو د ملکي وګړو د ساتنې او دخلکو ديني او فرهنګي موضوع په پوره جديت سره مطرح کړي.

ورته مطالب