بهرنیو ځواکونو خپل اکمالاتي ساتونکي وژلي

Image caption دا لومړی ځل نه دی، چې بهرني ځواکونه د خصوصي امنیتي شرکتونو پر کارکوونکو برید کوي.

د غزني ځايي چاروکو ویلي د ګیلان ولسوالۍ اړوند د 'متي پول' په اړوند سیمه کې ایتلافي ځواکونو د 'وطن رېسک' امنيتي شرکت پر ګاډو بمبار کړی، چې اته ساتونکي په کې وژل شوي دي.

د غزني امنيتي چارواکو ویلي، د متي پله ته څېرمه لاره هم ایتلافي ځواکونو لاره بنده کړې ده.

ددغه ولایت امنیه قومندان سمونوال زړور زاهد يوې خبري ناستې ته وویل، ایتلافي ځواکونو دغه لاره بنده کړې او هېڅوک نه ورپرېږدي.

هغه زیاته کړه چې تر اوسه لا دا روښانه نه ده چې ایا دا هوايي برید و او که ځمکني عملیات، خو په وینا یې پلټنه پیل شوې ده.

وطن رېسک د ایتلافي ځواکونو د اکمالاتي توکو د ګاډو ساتنه کوي.

د شرکت پر ساتونکي له کندهاره د غزني پر لور د تګ پرمهال برید شوی.

بهرنیو ځواکونو تر دې مهاله د دې پېښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا لومړی ځل نه دی، چې بهرني ځواکونه د خصوصي امنیتي شرکتونو پر کارکوونکو برید کوي.

په تېر کې هم د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې یو شمېر افغان سرتېري او د خصوصي امنيتي شرکتونو کار کوونکي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

ورته مطالب