کرزی: د اسامه وژل زموږ لپاره ښه ثبوت دی

کرزی
Image caption ولسمشر کرزي له وسله والو طالبانو یو یوځل بیا له جګړې د لاس اخیستو غوښتنه وکړه او وویل چې د اسامه له وژل کېدا باید پند واخلي.

افغان ولسمشر حامد کرزي وویل په پاکستان کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن وژل کېدو دا ثابته کړه چې د ترهګرۍ پرضد جګړه له افغانستان څخه بهر ده.

ولسمشر کرزي په پاکستان کې د القاعدې ډلې د بنسټګر اسامه بن لادن د وژل کېدو په لومړي غبرګون کې وویل، اوس دا ثابته شوه چې افغانستان پرحقه دی او د ترهګرو پټن ځایونه له افغانستان څخه بهر دي.

حامد کرزي څو ځلې ټينګار کړی چې د ترهګرۍ پرضد جړه د افغانستان له پولې بهر ده، چې په وینا یې د ماشومانو او ښځو په وژلو او د کورونو په بمبارۍ سره دغه جګړه نه شي کامیابېدای.

ښاغلي کرزي زیاته کړه چې: ''اسامه یې په افغانستان کې ونه موند، بلکې هغه یې په پاکستان کې وموند... لکه څنګه مې چې وړاندې هم په وار- وار ویلي، نړۍ باید پوی شي چې د ترهګرۍ پرضد جګړه د افغانستان په کلیو او بانډو کې نه ده، د افغانانو په کورونو کې ترهګري نه شته. ''

هغه زیاته کړه: ''هره ورځ د القاعدې او اسامه په نومونو، د افغانستان خلک وژل کېږي او نیول کېږي، کورونه یې ویجاړېږي، بمباري پرې کېږي، هغه کورونه یې ویجاړېږي چې نهه زره کاله مخکې نه له اسامه خبر وو او نه به هم خبر وي، بمباري کېږي.''

ښاغلي کرزي دا هم وویل چې له څو کلونو راهیسې افغانان له بهر څخه پرې له تپل شوې جګړې وکړېدل، افغانان له القاعدې سره هېڅ اړیکه نه لري.

ولسمشر کرزي اسامه بن لاند د افغانستان د بې ګناه خلکو د وژلو مسؤول وباله او وویل چې هغه په خپله سزا ورسېد.

کرزي وویل: ''هغه څه چې اسامه او د هغه پلویان یې کوي، د اسلام لپاره نه، بلکې د اسلام د نوم بدوالي لپاره دي.''

ولسمشر کرزي له وسله والو طالبانو یو یوځل بیا له جګړې د لاس اخیستو غوښتنه وکړه او وویل چې د اسامه له وژل کېدا باید پند واخلي.

ورته مطالب