په نورستان کې د بهرنیو جنګیالیو د وژل کېدو ادعا شوې

نورستان

د نورستان والي وايي چې له پاکستان سره پر افغان امنيتي ځواکونو ۲۵ بهرني راوښتونکي اورپکي وژلي یا ټپیان کړي دي.

جمال الدین بدر رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو په تړاو د غچ اخیستو لومړۍ نښه ده.

د القاعده بنسټګر اسامه بن لادن د تېرې یکشنبې پر شپه د پاکستان په شمال اېبټ اباد کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو، چې بیا وروسته یې مړی په عرب سمندر کې خاورو ته وسپارل شو.

ښاغلي بدر زیاته کړه، په دغو بهرنیو جنګیالیو کې عربان، چیچینیایان او پاکستاني جنیګالي هم شته.

خو په ختيځ کې د بي بي سي خبریال ته ښاغلي بدر ویلي چې له دوو ورځو راهیسې د نورستان د برګیمټال په 'اول ګل' سیمه کې د ناټو او افغان ځواکونو ګډ عملیات پیل شوي دي.

که څه هم نوموړي بي بي سي ته په زغرده ونه ویل، چې په دغو عملیاتو کې بهرني جنګیالي وژل شوي، خو د هغوی وژل کېدل یې رد نه کړل.

نوموړي وویل چې وړاندې هم په دغه سیمه کې بهرني جنګیالي جنګېدل.

خو رویټرز ته د نورستان والي ویلي: ''د اورپکو پرضد دغه عملیات تېره شپه وشول، چې د دوی د راوښتو اصلي هدف د اسامه بن لادن د وژل کېدو لومړی غچ اخیستل وو.''

''د عملیاتو په پایله کې ۲۵ بهرني جنګیلالي وژل شوي او ټپیان شوي دي. اوس موږ ته ددې ځای وضعیت مالوم دی چې القاعده او نور عناصر به افغانستان ته د راوښتو هڅه وکړي. موږ افغانستان ته له بهره د راوښتونکو د مخنيوي عملیات پیل کړي دي. ''

طالبان، القاعده او نور اسلامي سخت دريځي له ډېر وخت راهیسې د پاکستان په شمال لوېديځو قبایلي کې خوندي ځایونه لري.

د نورستان والي وايي چې دغه بهرني جنګیالي د پاکستان پولې ته څېرمه د نورستان ولایت په برګيمټال ولسوالۍ کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

پوځي او سیاسي مشرانو او شنونکو خبرداری ورکړی چې کېدای شي د اسامه بن لادن تر وژل کېدا وروسته اسلامي سخت دريځي لانورو بریدونو ته وهڅوي.

په همدې لړ کې د تېرې دوشنبې پر ورځ پاکستاني طالبانو د اسامه د وژل کېدا په لومړي غبرګون کې د نورو بریدونو ګواښ وکړ.

د اسامه بن لادن تر وژل کېدا وړاندې د ناټو جګپوړو قومندانانو په روان کال کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او جګړو د ډېرېدو خبرداری ورکړی و.

په پام کې ده چې په راتلونکي جولای کې افغان ځواکونو ته د بهرنیو ځواکونو له خوا د ځينو سیمو امنیتي چارې وسپارل شي.

ورته مطالب