ستاسو نظر: د اسامه بن لادن وژنه، پر افغانستان او سيمه یې اغېزې

بن لادن

لس کاله وروسته امريکا د خپل لومړۍ شمېره غليم پر ښکار وتوانېده.

د القاعدې مشر او بنسټ ايښودونکی اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د می په ۲ مه د امریکا ځانګړيو ځواکونو په عملیاتو کې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په ۵۶ کیلومترۍ اېبټ اباد کې ووژل شو. بن لادن په نيويارک او واشنګټن کې د ۲۰۰۱ کال سپتمبر ۱۱ مې پر پېښو پړ ګڼ ګڼل شوی و، او له هماغه راهيسې يې واشګټن د وژنې او يا ژوندی نيولو هوډ کړی و.

لس کاله وروسته امريکا چې د القاعدې ځپنې په موخه يې پر افغانستان او بيا عراق هم یرغل وکړ وتوانېده، د دغې ډلې مشر ووژني. تاسې څه فکر کویء د اسامه بن لادن وژنه به پر افغانستان، پښتونخوا او سيمه څه اغېزې ولري؟

ستاسې نظرونه

صمیم، وردګ

داسې ښکاري چې د افغانستان ډرامه بل رنګ اخلي یا خو يې لوبغاړي بدلېږي او یا دا چې تګلاره یې بدلېږي. اسامه او د هغه په څېر نور دا ټول باید ووژل شي چې نوي کسان د لوبغاړيو په دنده مقرر شي چې پخواني رازونه پټ پاتې شي او نوره نړۍ د امریکا له دسیسو خبره نه شي. لنډه دا چې دا هم د ډرامې یوه برخه وه.

lمحمود، کابل

د امريکا تګلاره دا ده چې يو کس وپېري او بيا يې وغورځوي، هېڅوک د امريکا پر پلانونو نه پوهېږي، ان امريکايان په خپله هم ښه نه پرې پوهېږي.

نجیب الله جبارخېل، کابل

زه ما په اند دا د امریکا یوه بله لوبه ده چې غوا‌ړي پاکستان ته خپل پوځیان داخل کړي او که چېرې په رښتیا وژل شوی وي نو دې سره به طالبان ډیر کمزوزي شي.

عبدالله ځدران، ګردېز

زما په نظر دا هسې يوه ډرامه ده. اسامه، ايمن ظواهري او ملا عمر د امريکا خاص وفادار غړي او د اوسني کړکېچ د پرمخ بېولو مهم ملګري دي. که اسامه ريښتيا وژل شوی وي نو مړی يې څه شو او امريکا اسامه مړ کړی نو دغه لوبه به بيا په چا پرمخ بيايي؟ ټول مسلمانان په تېره بيا افغانان يې تباه او برباد کړل. خدای (ج) دې د دوی له اصلي څېرو دغه د منافقت پرده پورته کړي.

احمد زاهد لغمانی، مهترلام بابا

زما په نظر ډېری اسلامي هېوادونه او مسلمانان که هغه اسامه وي او که بل کوم کس امريکايانو ته د لنګې غوا حيثيت لري، تر کوم وخته چې ورته شيدې کوي، لوشي يې او کله چې وچه شي نو بيا د حلالولو شي.

فولاد، کابــــــــــــــــــل

امریکا کولی شوی اسامه ژوندی ونیسي خو د اسامه وژنه د امریکی یو نوی سیاست و. او د هر هېواد سیاست کې د هماغه هېواد ملي گټې نغښتې وي.

دا چی د اسامه وژنه پر افغانستان او سیمی باندې څه اغېزې لري په لنډ ډول وايم پر افغان پاکستان دولتونو د خلکو اعتبار کمېدل. په دواړو هېوادونو کې بې ثباتي او د امریکایانو پر حق ثابیتېدل.

ړلی، خوست

زه فکر کوم د اسامه وژنه به په افغانستان کې پر طالبانو او سیمه سخته اغېزه وکړي. د طالبانو ملا مته شوې، رهبران یې اوس سوړې لټوي چې د بن لادن پر برخليک اخته نه شي. د جګړې پر ډګر به د هغوی اړیکي له جنګیالیو سره وشلېږي. مالي سرچینې به یې وچې شي.

منصور، اېبټ اباد

د اسامه د مرګ تودې اوازې يوازې د امريکا خبرونه دي او پر کوم ثبوت ولاړې نه دي. د اسامه وژنه يوه ډرامه ده. اسامه بلکل وژل شوی نه دی. دا ډرامه درې مقصده لرلی شي:

۱- امريکا غواړي د خپلو ځواکونو د ايستلو پلمه ولټوي.

۲- امريکا غواړي پر پاکستان فشار نور هم زيات کړي چې دوی سره د افغانستان د جنګ په ګټلو کې ښه مرسته وکړي.

۳- کېدای شي دا د اسامه جوړونه د منځنی اسيا د نيولو يو چال وو چې کامياب نه شو نو اوس اسامه مړ شو. هغه به دوی سره په واشنګټن کې ناست وي.

سيد اغا حيران، ننگرهار

تاسې څه فكر كویء چې د اسامه وژنه ريښتيا ده؟ دا بلكل درواغ ده ځكه كه څوك وايي چي القاعدې هم ويلي چې اسامه وژل شوی نو هغوی به خامخا وايي چې اسامه وژل شوی دی، د دې لپاره چې د ده له نامه نه د خلكو پام واړوي، او ځان په امنيت كې وساتي او د چا ورته پام نه شي.

لمر حبيبزی خوستی، ايوو، ججيانګ چين

زماه له نظره د اسامه وژنه پر سيمه باندې اغېز کولی شي. يو دا چې پاکستان به له زياتو خنډونو سره مخامخ شي، بل دا چې پاکستان به نړيوالو هېوادونو ته يو بې باوره متحد وپېژندل شي. حالاتو ته په کتو يو نوی بدلون راځي، کېدی شي مثبت وي او هم کېدی شي منفي بدلون وي. د اسامه وژنه پر افغانستان هېڅ اغېز نه کوي، دا لوبه يوازې پر پاکستان راڅرخي.

احمد، جلال اباد

دا زما لپاره مهمه موضوع نه ده، ځکه چې ده د اسلام لپاره ښه کار نه دی کړی، ده يوازې د اسلام او مسلمانانو مخ او نوم بد کړی دی. د اسامه مرګ به د افغانستان پر اوسني حالت هېڅ اغېز ونه لري.

علم ګل، وردګ

زه باور نه کوم چې اسامه دې مړ شوی وي، دا خبره هېڅوک نه شي منلی چې اسامه په پاکستان کې اوسېږي او هر هغه څوک چې دا خبرې کوي او یا یې منې هغه لیونیان دي او یا يې هم د امریکا ډالر خوړلي دي.

ايمل، كابل

زما په اند د نړیوالو ځواکونو د تېري او ظلم لپاره پلمه به د بن لادن په وژل کېدو پای ته ورسېږي ځکه کوم فلم چې د دوي لخوا پيل شوی وه او هیرو (اتل) یې اسامه بن لادن و، دوی ختم کړ نو کله چې اتل لاړ شي فلم به هم پای ته ورسېږي راغلو پاکستان ته، رحمان بابا وايي ته چې بل په غشو ولی هسې پوه شه ـ چې همدا غشې به ستا په لور ګوزارشي.

سباوون، وردګ عربان

زما په نظر اسامه نه دی وژل شوی ځکه چې هغه په غرونو کې اوسېږي او هېڅکله په ښار کې ژوند نه کوي نو دا هسې یوه دسیسه ده چې امریکا یې جوړوي او د ځان لپاره یوه پلمه لټوي چې څرنګه خپل پوځ له افغانستان څخه وباسي.

سهاک، پېښور

اسامه که ژوندی وي اوکه ختم د افغانستان جنگ کې کوم بدلون نه راځي.

محمد اسماعيل "عندليب"، جلال اباد

که چېرې دا ومنل شي چې اسامه بن لادن وژل شوى دى د افغانستان پر روانو حالاتو او مخالفانو هېڅ اثر نه شي درلودلى بلکې کيدلى شي پر بهرنيانو يو څه اغيزې ولري ځکه داسې فکر کېږي چې افغاني مبارزان له القاعدې سره نه خو تړلي دي او نه يې واګي د هغوى په لاس کې دي .د افغانستان ستونزې تر اسامه بن لادن پورې اړه نه لري. بهرنيانو ته په افغانستان کې هيڅ اړيتيا نشته.

نبي جان ځدران، فرانکفورټ جرمني

زما په فکر د اسامه په وژنه القاعدې ملا نه ماتېږي او نه افغانستان کې ارامي راتلی شي. امريکا خپل يو هدف لري، چې تر لاسه يې نه کړي افغا نستان ارام نه شي پاتې کېدی. اسامه څوک و، له کوم ځای را پيدا شو؟

ياسين، کندهار

د اسامه شهادت د افغانستان پر روان مقاومت هېڅ اغېز نه کوي ځکه چې دا مقاومت هسې هم دالقاعدې له خوانه رهبري کېږي.

محمد يونس، کندهار

زما په فکر اول خو زه وايم چي دا د امريکايانو لخوا د راتلونکو ټاکنو لپاره يوه اوازه ده. بيا که شهيد شوی هم وي نو دا به زما په فکر پر روان حالت هېڅ اغېز ونه کړي، د دې حالاتو د بدلون لپاره يوازنۍ لاره دا ده چې امريکايي ځواکونه له اسلامي هېوادونو څخه ووځي.

جانان میوندوال، کندهار

پاکستان خوځان ډېر زړه ور، هوښيار او په هرڅه ځان خبر بولي، بيا څنګه له دې عملياتو څخه ځان ناخبره بولي. دوه خبرې دي يا خو بې خبره حکومت دی يا خو بيخي ډارن. زما په نظر خو د يوه اسامه په وژولو هېڅ بدلون په افغانستان کې نشي راتلی. ځکه ټول سيسټم په يوه فرد نشي خرابېدی، که راځي نو د امريکا په خوښه کېدی شي.

كاکړ، كندهار

زما په فكر سره د اسامه شهادت به د افغانستان پر جنګ كوم اغېز ونه لري ځکه چې د افغانستان جنګ د لويواوسيمه ايزو قدرتونو ترمنځ يو نا اعلان شوي جنګ دی.

محمد نبي، کندهار

که رښتيا ووايم نو د اسامه وژنه ما ته صرف یو درواغ او دوکه ښکاري، علت یې دا دی چې تر اوسه پورې د ده جسد نه هم په ويډيو او نه هم په عکس کې چا ليدلی دی.

که چېرې دوی په رښتيا هم اسامه وژلی وي نو ولې یې نه ښکاره کوي؟

محبو‌ب الله محظوظ، کابل

د اسامه وژنه به پر افغانستان، پښتونخوا اوسيمه کومه ځانګړې اغيزه ونه لري، که يو اسامه ووژل شو نور يي ډېر روزلي دي.

محمدموسی، کندهار

دا جنگ په اسامه پورې اړه نه لری دا د ‏C.I.A‏ په لارښونه د ‎ I.S.Iله خوا پيل شوی که داسې نه وي د القاعدې ټول مشران په پاکستان کې نيول شوي ياوژل شوي دي او نور يې هم هلته دي نو ولې هلته جنگ نه کوي چې دلته يې کوي؟

سمسور مندوزى، کابل

اسامه د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د ټولو پښتنو د وژلو مسؤل دى ، ځکه اسامه هغه کس وو ، چې د طالبانو واکمني يې له پيښو وغورځوله او طالبان يې دړې وړې کړل ، نو زما غوښتنه د هغو افغاني طالبانو څخه دا ده چې د اى اس اى په دفترونو کې ژوند کوي ، چې بايد خپل ځان افغانستان يا نورو اسلامي هيوادونو ته وسپاري تر څو د پاکستان د دروغو دوستۍ او ظالم او پلورلو څخه خلاص شي ، ځکه دغه ورځ راتلونکي ده ، لکه چې اسامه وژل شو ، نو دوى به يا ووژل شي او يا د پيسو په مقابل کې امريکا ته وسپارل شي.

ميرويس شينواری

زما په نظر په دې وژنه که ټول هغه وفاداره او مخلص ملګري وازمويل شول چې د ډېره وخته يې د صداقت سينه ډبوله او په نتيجه کې بې ګنا افغانان د پولې هغه خوا او دې خوا وژل کېدل. زما په نظر يوازې د اسامه په مرګ زمونږ سيمې ته سکون نه شي راتلی داسې ډېرې شبکې لا فعاله دي چې له پاکستاني استخباراتو سره لا هم ارتباط لري بايد هغوی هم وځپل شي.

محمد ميرويس، کابل

اسامه بن لادن د آی اېس آی یو ارزښتناک مېلمه او یا خو هم د دوی د لاسونو اسیر او د دوی د غوښتنو عملي کوونکی و. هرڅه چې وو په زرګونه لر او بر پښتانه یې ووژل. اوس ملا عمر، حکمتیار او حقاني ته په کار دا دي چې نور د لر او بر پښتنو وینې تويې نه کړي او د سولی له بهیر سره یو ځای شي، چې بهرنیان دا هېواد پرېږدي. که نه لرې به نه وي چې یوه ورځ به دوی هم د آی آیس آی له خوا په 'سي آی اې' و پلورل شي.

صابر، جلال اباد

فکر کوم د اسامه په وژنه به د امریکایانو پر ضد عملیات نور هم زور واخلي.

ياسر فطرت، مدينه منوره

زما په فکر کوم مقاومت چې د امريکا او ناټو په وړاندې روان دی دا جهاد دی، او د کوم مشر په زوال سره نه اغېزمنېږي. اوس د الله هر نېک بنده اسامه دی.

محمدآصف بهرمزوی، کندهارهوايي ډگر

زما په نظر اول خو د اسامه وژل یوه دروغ خبره ده. په هرصورت فکر کوم که چېرې اسامه وژل شوی هم وي د افغانستان اوسیمې په جنجالو کې به کوم کموالی رانه شي، ځکه د دغو جنجالونو اصلي سرچینه امریکا ده.

عبدالولی، لوګر

د اسامه مرګ کېدای شي یو بل تکتیک وي د هغه مرګ په افغانستان کې آرامي نه شي راوستی. دا بهرنیان چې راغلي خپل هدف پوره کوي کېدای شي چې دا هم یوه ګډوډي وي. که چېرې اوباما وو‌‌ژل شي نو آیا د امریکا حکومت به خلاص یا ختم شي؟

حکمت الله نصرت، جيلګه- وردګ

زما په نظر ان شا الله هغه به ژوندی وی ځکه کوم عکس چې په رسنیو کې راغلی د اسامه عکس نه دی او دا واضح معلومیږي او بله دا چې داسې څوک نه په پاکستان او نه په بل ځای کې شته چې وایي د اسامه مړی يې ليدلی، د هغه د مرګ کومه ویدیو هم چا پر تلویزیون نه ده لیدلی نو ان شا الله ژوندی به وي.

م. ظاهر، ښکلی ننګرهار

زه غواړم د اسامه د وژنې په اړه صحيځ معلومات ترلاسه کړم.

نجیب وردګ، کابل

پر اسامه مې ډېر زړه بد شوی او له پاکستان او امریکا مې ډېره کرکه کېږي. خدای ج دې زموږ پر هېواد ورحمېږي، او له طالبانو ورڼو دا غواړم چې له اوسنۍ نړۍ سره سم د هېواد د راتلو نکي په اړه فکر وکړي.

نظام الدین، پکتیکا

د اسامه مرګ کېدای شي یو بل تکتیک وي د هغه مرګ په افغانستان کې آرامي نه شي راوستی. دا بهرنیان چې راغلي خپل هدف پوره کوي کېدای شي چې دا هم یوه ګډوډي وي.

عبدالولی، لوګر

که چېرې اسامه مړ ھم شي نو بیا ھم په دې ډله (القاعده) څه اثر نه غورځوي.

احمدشاه احمدي، پکتیکا ولایت - یوسف خېلو ولسوالي

اسامه بن لادن په واقعي ډول د اسلام اتل رهبر و، ټولو مسلمانانو ته د ده شهادت له خپګان څخه ډک خبر دی. القاعده په دې باندې هېڅ نه کمزورې کېږي.

صدیق الله، کندهار

داسې څوک شته چې له پاکستان وپوښتي ولې اسامه هلته و؟ که مو په ياد وي ډېر ځله زرداري او حکومت يې ويلي چې القاعده په پاکستان کې نه ده. زه له بي بي سي غوښتنه لرم چې په دې اړه يو پروګرام جوړ کړي.

عرفان، خوست

سره له دې چې امریکا پوهېږي پاکستان القاعده او طالبانو سره اړیکي لري بیا هم له پاکستان سره مالي مرستې کوي! ایا امریکا اوس هم په دې نه پوهېږي چې پاکستان د ترهګرو ځاله او پټنځای دی؟ یو ۵ کلن ماشوم پوهېږي چې پاکستان هم غل خبروي او هم پاچاته وایي چې غل درغی.

اقبال شاه سجاد، کابل

دا خو يو معلومه خبره وه چې امريكا د اسامه نژدې ملگرې او ملاتړې وه او اوس خدای خبر په څه شي سره د دوی په منځ كه اختلاف پيدا شوی او اسامه بن لادن يي وواژه خو د افسوس خبره دا ده چې اسامه د امريكايانو په لاس ووژل شو.

سيف الرحمان بابکرخېل، افغانستان

زه باور نه کوم چې اسامه دې مړ شوی وي، دا درواغ خبره ده.

د اسامه بن لادن وژنه به پر افغانستان، پښتونخوا او سيمه څه اغېزې ولري؟

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .