په هرات کې د تیموریانو د پېر عملي او نظري موسیقي

په داسې حال کې چې د تیموریانو د عصر د موسیقۍ د الاتو غږ او پنځه پېړۍ وړاندې تېرو شوو سندرغاړو اواز نشو اورېدلی د هغو هنرمندانو د لحن او په عملي موسیقۍ کې یې د مهارت په اړه قضاوت هم ستونزمن او نیمګړي کار دی.

خو ددې مهم ټکي په پام کې نیولو سره چې هغه مهال د نظري موسیقۍ په برخه کې ځینې مهم کتابونه او رسالې لیکل شوي.

ښایي په دې تمه پاتې شو چې یوه ورځ یې له مخې ددې عصر د موسیقۍ د څرنګوالي په اړه په کافي کچه رڼا واچول شي.

په همدې عصر کې عبدالقادر مراغي د کنزالالحان او مقاصد الالحان کتابونه ولیکل او مولانا جامي، مولانا بنایي، کوکبي او میر مرتاض هر یوه د موسیقۍ په اړه جلا رساله ولیکله.

افغان سندرغاړی وحید قاسمي د بنایي رساله په شپږمه هجري پېړۍ کې د موسیقۍ نامتو عالم صفي الدین ارموي په قلم د لیکل شوي کتاب سره د مقایسې وړ او ډېره مهمه رساله بولي:

'' موږ دوې ډېرې معتبرې رسالې لرو چې د علمي موسیقۍ په هکله لیکل شوې یوه د بهجت الروح په نامه چې په شپږمه هجري پېړۍ کې د موسیقي عالم صفي الدین په قلم لیکل شوې او بله د بنایي هروي رساله ده. په دې اثارو کې خراساني موسیقي یا زموږ د پخوانۍ موسیقۍ په ډېره علمي او اکاډمیکه توګه تشریح شوې. د موسیقۍ هغه اصطلاح ګانې چې اوس یې موږ په فارسي ژبه کې نه کاروو او هېرې شوې دې، په دې کتابونو کې راغلي. ''

ښاغلي قاسمي د خراساني موسیقۍ یادونه وکړه. دا د موسیقۍ هغه مکتب دی چې د ډېری څېړونکو په باور د تیموریانو په عصر کې مسلط و.

موسیقي په رښتیا چې ځانته مقام درلود. لکه د بهزاد د مینیاتوري او انځورګري چې اثار یې تراوسه په نړۍ کې ساتل شوي دي.

عبدالوهاب مددي

هغه مهال چې عود، چنګ، نی، قانون ، قوپوز غیچک او دیره د موسیقۍ رایج الات و او خواجه یوسف برهان، میر محمد علي، مولانا سایلی، مولانا شیخي، قل محمد شبرغانی او امیرشاهي د موسیقۍ د ډګر د نورو نامتو عالمانو او هنرمندانو په کتار کې و.

د هرات د اطلاعاتو او کولتور رییس ولي شاه بهره چې د موسیقۍ په ډګر کی هم تجربه لري، وایي په اصل کې هرات د خراساني موسیقۍ مرکز و:

'' د خراساني سبک ریښې چې اوس په نړۍ کې په دې نامه شهرت لري اوس هم په هرات کې شته. هغه موسیقي چې اوس یې موږ اورو یوه ځانګړې موسیقي ده چې د تیموریانو په دوران کې یې بنسټونه ټینګ شوي. که څه هم اوس د پخوا په پرتله یوڅه بدلون په کې راغلی، خو دا بدلون نه یوازې په هرات کې بلکې د ایران په ځینو سیمو کې هم چې خراساني موسیقي په کې دود وه، ترسترګو کېږي. ''

دا چې خراساني موسیقي اصلاً په هرات کې ډېره وده کړې هغه څه دي چې ډېری افغان څېړونکو ته د منلو وړ خبره ده خو ایا هغه موسیقي چې د تیموریانو په عصر کې دود وه، کټ مټ هغه څه و چې د نګه خراساني موسیقۍ په نامه یادېږي

ځینې څېړونکي په دې باور دي چې د تیموریانو په عصر کې د ترکي او ځینو نورو فرهنګونو موسیقۍ هم د سیمې پر موسیقۍ اغېز کړی او یوڅه یې د هغې خوند او رنګ بدل کړی و.

شاعر او د موسیقۍ په ډګر کې څېړونکی نقیب اروین وايي:

هغه مهال چې عود، چنګ، نی، قانون ، قوپوز غیچک او دیره د موسیقۍ رایج الات و او خواجه یوسف برهان، میر محمد علي، مولانا سایلی، مولانا شیخي، قل محمد شبرغانی او امیرشاهي د موسیقۍ د ډګر د نورو نامتو عالمانو او هنرمندانو په کتار کې و.

''خراساني موسیقي تر هراته په لویه سیمه کې رواج وه. کله چې تاسې په هرات کې هراتي یا خراساني چاربیتي بدلې واورﺉ او بیا د بادغیس په کلیو او ليرې پرتو سیمو کې دا ډول بدلې واورﺉ، نو د هراتي او بادغیسي بدلو ترمنځ به څرګنده توپیر ګورﺉ. کله سړی احساس کوي چې دا به د عرب د موسیقۍ یا د ترکي موسیقۍ اغېزې وي. ددې لامل څه شی دی چې د هغې موسیقۍ هوا له هراتي یا خراساني موسیقۍ سره توپیر لري؟ په مختلفو سیمو کې د لحن او ساز توپیر تر سترګو کیږي. تاسې په هرات کې بیخي لږ دایره (دف) او یا غیچک ګورﺉ خو په بادغیس کې بیا د موسیقۍ دا ډول الات ډیر کارول کیږي او داسې کسان شته چې د خپلو نیکونو څخه یې د سلګونو کاله وړاندې دا موسیقۍ ساتلې ده. ''

سره له دی چې په نهمه هجرۍ پېړۍ کې د هرات د موسیقۍ په هکله په افغانستان او ایران کې یولړ څېړنې ترسره شوې، خو لاتراوسه یې په هکله کافي مالومات نه دې ترلاسه شوي.

افغان پېژندل شوی سندرغاړی استاد عبدالوهاب مددي وایي څومره چې په دې عصر کې نقاشي خطاطۍ او ادبیاتو پرمختګ کړی هومره موسیقۍ هم انکشاف موندلې و خو په اړه یې روڼ انځور اوس نه شته:

''موسیقي په رښتیا چې ځانته مقام درلود. لکه د بهزاد د مینیاتوري او انځورګري چې اثار یې تراوسه په نړۍ کې ساتل شوي دي. چې موسیقی وه، نقاشي وه ، خطاطي وه او اعلی شاعري وه هغه مهال موسیقۍ هم وه.

سره له دی چې په نهمه هجرۍ پېړۍ کې د هرات د موسیقۍ په هکله په افغانستان او ایران کې یولړ څېړنې ترسره شوې، خو لاتراوسه یې په هکله کافي مالومات نه دې ترلاسه شوي.

خو دا چې هغه موسیقي څرنګه او د کومه ځایه باید پیدا کړو دا نو هغه پوښتنه ده چې څېړونکي باید هڅه وکړي او ځواب یې پیدا کړي. په کار ده چې څېړونکي یې په هکله کار وکړي ګوندې یوه لار د ځوان نسل لپاره پیدا شي. ''

داسې فکر کېږي چې د یوې تاریخې مهمې دورې د هنري ارزښتونو د بېلابېلو اړخونو په هکله د انفرادي څېړنو ترڅنګ ډله یيزه تحقیقي فعالیتونو ته هم اړتیا لیدل کېږي.

معمولاً په پراخه کچه کولتوري پرمختګ د یوه او یا د ګوتې په شمېر څېړونکو د هڅو پایله نه وي.

اوس تمه کيږي چې په افغانستان کې هم د ورته کولتوري مسایلو په هکله د ځانګړو مسلکي ډلو له خوا اکاډيمیک فعالیت پیل شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .