ستاسې غږ: پر افغانستان د اسامه بن لادن د وژل کېدو اغېزې


د القاعدې د مشر پر ضد نړيواله جگړه له افغانستانه پيل شوې وه او د دوشنبې په ورځ يې مشر د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې ووژل شو .

په ټوله نړۍ کې د اسامه بن لادن د ملگرو پر ضد د پيل شوې نړيوالې جگړې ډير زور په افغانستان او پا کستان کې وو نو اوس چې هغه ووژل شو پر افغانستان څه اغېز لرلی شي ؟

که اغېز لري نو څه ډول ؟ او که يې نه لري ولې؟

ايا په افغانستان کې د اسامه په وژل کېدو سره کېدای شي ستونزې کمې شي او که د افغانستان شخړه په القاعدې او بن لادن پورې اړه نه لري.

تاسو څه فکر کوئ چې له افغانستانه دې د بهرنيو سر تېرو وتل دې چټک شي او که ستونزه پر ځاى ده او د بهرنيانو شتون ته د پخوا په څېر اړتيا شته ؟

که په دې تړاو پوښتنه يا نظر لرئ، په دې شمېره يې د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې راسره شريکولاى شئ:

00442078360331

دارنگه تاسو کولا شئ چې د برېښناليک له لارې هم پوښتنه او نظر راواستوﺉ، پته يې ده :

pashto@bbc.co.uk

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .