د لېبيا په اړه د تماس د نړيوالې ډلې غونډه

هلري کلنټڼ د انځور حقوق AP
Image caption د دوی موخه په لېبیا کې د تاوتریخوالي د ختمولو لارې چارې لټول او د دموکراسۍ ټینګول دي.

امریکا وايي په لېبیا کې د تماس نړیواله ډله چې د ناټو غړي هېوادونه او د عربي هېوادونو استازي پکې دي نن د ایټالیا په پلازمینه روم کې د لېبيا په اړه غونډيږي.

د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن وويل د غونډې ګډونوال پر دې خبرې سره کوي چې د ډګروال قذافي له مخالفینو سره بېړنۍ مالي مرسته وکړي.

مېرمن کلنټن په پلازمینه روم کې په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دوی موخه په لېبیا کې د تاوتریخوالي د ختمولو لارې چارې لټول او د دموکراسۍ ټینګول دي:

(( نن به موږ دلته پر دې ژور بحث وکړو چې پر قذافي او هغو کسانو چې له دیپلوماتیک، سیاسي او اقتصادي پلوه د هغه په خوا کې دي خپل فشار زیات کړو. څنګه د ولسي وګړو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره یوه پایله تر لاسه کړو چې نړیواله ټولنه یې تمه لري.))

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې وويل په دې اړه به هم بحثونه وکړي چې په لېبيا کې د یوې ښې راتلونکې لپاره څنګه دیموکراتیک بدلون رامنځ ته کړي.

بل خوا هغه بیړۍ چې د چهار شنبې پر ورځ یې د لیبیا له محاصره شوي ښار مصراته نه حرکت کړی وو اوس یې له بنغازي ښار سره لنګر اچولی دی.

په دغې بېړۍ کې چې د کډوالو نړیوالې ادارې له خوا کرایه شوې اته سوه تنه سپاره دي چې ډېری یې ټپیان دي.

په پام کې وه چې په دغه بيړۍ کې به نژدې زر تنه کارگران او يوشمير ټپيان له مصراته نه بل ځاى ته ليږدول کيږي.

خو د پرله پسې ډزو له امله د مسراتا پرېښودو ته مجبوره شوه او لږ تر لږه ٢٠٠ تنه يې تر شا پريښي دي.

ورته مطالب