اوباما: د اسامه د مړي عکسونه نه خپروو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي اوباما وايي د بن لادن د مړي تصويرونه په خطر نه ارزي.

د امريکا ولسمشر براک اوباما د دوشنبه په شپه په پاکستان کې د وژل شوي اسامه بن لادن د مړي د تصويرونو د نه خپرولو پرېکړه کړې ده.

د سپينې ماڼۍ يوه وياند وويل د دې لپاره چې د ممکنه تاوتريخوالي مخه نيول شوي وي ، ولسمشر اوباما د عکسونو د نه خپرولو پرېکړه وکړه.

ولسمشر اوباما وايي دوی په مطلق ډول ډاډه دي چې وژل شوی کس اسامه بن لادن دی.

(( موږ په خپلو کې په دې خبرې وکړې او دا په ياد ولرۍ چې موږ په مطلق ډول باوري يو چې دا ياني وژل شوی هم هغه دی. موږ د هغه د ډي ان اې نمونه لرو او هغه مو ازمايلې ده ، نو په دې کې نور د شک هېڅ ځای نه پيدا کيږي چې هغه دې نه وي وژل شوی))

ښاغلي اوباما ويلي د بن لادن د مړي تصويرونه په خطر نه ارزي.

پر همدې مهال د سپينې ماڼۍ وياند جېک کارني ويلي چې د تصويرونو خورل ښايي په ځينو سيمو کې اور بل کړي.

ده وويل چې د ډېری امريکايي چارواکو خوښه دا وه چې د اسامه بن لادن د مړي تصويرونه خپاره نه شي.

(( زموږ لپاره ډېره مهمه ده چې ډاډ ترلاسه کړو چې د يوه داسې کس تصويرونه چې هغه په سر لګېدلی وي زيات تفصيلي انځورونه يې هر چېرته خواره نه شي، ځکه چې د تبليغاتو په توګه به ور څخه کار واخيستل شي. موږ نه غواړو چې دغسې شيان د خپل بري د سمبول په توګه وکاروو.))

ښاغلی کارني وايي حقيقت دا دی چې دی بايد محاکمه شوی وی او په باور يې امريکايان او په نړۍ کې نور خلک په دې خو ښ دي چې نور دی ياني اسامه له منځه ولاړ.

د انځور حقوق Other
Image caption چارواکي وايي د اسامه د مړي عکسونه د امريکا ملي امنيت ته ګواښ پېښولی شي.

دی په دې باور دی چې د اسامه د مړي د تفصيلي انځورونو خپرول به د امريکا د ملي امنيت پر وړاندې ستونزې وټوکوي.

دی وايي موږ پر همدې موضوع له باب ګېټس ، هلري کلنټن او له نورو امنيتي چارواکو سره خبرې کړي او په وينا يې هغوی هم د دې پلوي وو چې بايد تصويرونه خپاره نه شي.

بل خوا د امريکا لوی څارنوال اېرېک هولډر وايي د هغو اسنادو نه په ګټې اخيستو چې د اسامه بن لادن له استوګنځي نه تر لاسه شوي، ښايي د ترهګرو په نوملړ کې نور نومونه هم ور زيات شي.

د پاکستان په اېبټ اباد کې د عملياتو پر مهال امريکايي کماندويانو داسې اسناد موندلي چې ځينې استخباراتي سرچينې، د تکنالوژۍ د خزانې په نوم يادوي.

امريکايي چارواکي وايي دغه راز اوس دا مالومه شوې چې د القاعدې مشر له ۵۰۰ يورو او د تيلفون له دوو شمېرو سره چې په جامو يې نښتې وې ، چټکې تېښتې ته چمتو شوی وو.

پر همدې مهال د پاکستان پوځ وايي چې د اسامه بن لادن پر ضد د امريکايي عملياتو پر مهال ژوندي پاتې کسان له دوی سره دي.

پوځ وايي دغه کسان يې خوندي ځای ته استولي دي.

د پوځ يوه چارواکي ويلي چې په دوی کې ځينې ټپيان دي چې درملنه يې کیږی.

ورته مطالب