صالح: د سولې په اړه د ځانګړو کړيو د کار مخنيوی کوو

امرالله صالح
Image caption که اوسني چارواکي مو غوښتنې ونه مني لارو کوڅو ته وځو.

د افغان حکومت د اپوزیسیون مشرانو له طالبانو سره د مذاکرې روان بهیر یوه معامله یاده کړه او ګواښنه یې وکړه چې مخه به یې ونیسي.

په تېرو ټاکنو کې د ولسمشر حامد کرزي مات شوي سیال او د افغانستان د استخباراتو پخواني ريیس په کابل کې د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې واکمنو ته ګواښنه وکړه چې که د خلکو غوښتنو ته پام ونه کړي، پر ضد به یې سړکونو او لارو کوڅو ته ووځي.

د هیواد د استخباراتو پخواني مشر امرالله صالح د ولسمشر حامد کرزي کړۍ معامله ګره یاده کړه او خبرداری یې ورکړ، که له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د ده په ټکو د خلکو اومدني ټولنو اندېښنو ته پام ونه شي، د حکومت پرضد به لارو کوڅو او سړکونو ته ووځي او د نسکورولو هڅې به یې وکړي.

د ښاغلي صالح اشاره په عربي نړۍ کې د خلکو پاڅونونو ته وه:

((د دې ملت د شهيدانو پر وينو قسم ، په نعره تکبير قسم که ته زموږ غږ ته غوږ کېنږدې او د عدالت ټېنګېدو او د ترور پر ضد مبارزه د خپل کار په لومړيتوبونو کې ونه نيسې . موږ بيا نېټه يې نه ټاکم راغونډېږو او واټونو ته وځو. ))

که څه هم ښاغلي صالح دغه غوښتنې په ډاګه نه کړې، خو وړاندې یې له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي و،طالبان باید دا ومني چې خاینان،ګوډاګي او افراطیان دي.

په کابل کې د اپوزیسیون د پلویانو په غونډه کې د تغیر او امید ډلې مشر عبدالله عبدالله هم برخه لرله، ده وویل د هغې مذاکرې مخالفت به وکړي چې یوه بله جګړه رامنځ ته کوي.

ښاغلي عبدالله دا هم وویل چې په اوسني حکومت کې به د اصلاحاتو د راوستو لپاره خپلو مبارزو ته دوام ورکړي:

(( سره له دې چې موږ خپل فشارونه د بنسټيزو اصلاحاتو د راوستو لپاره جاري ساتو د پارلمان او مدني ټولنو له لوري هم د خلکو غږ پورته کولو ته ادامه ورکوو.

خو متاسفانه نه د اوسني نظام په جوړښت او نه يې په ترکيب کې داسې وړتيا وينو چې دوی دې د اصلاحاتو پر لور ولاړ شي. انشاءالله برياليتوب د حق دی او هغه کسان چې ستاسې غږونه او غوښتو ته پام نه کوي برخليک به يې ووينی.))

د اپوزیسیون دغه مشران داسې مهال د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پر ممکنه مذاکراتو نیوکه کوي چې ښايي د اسامه بن لادن له وژلو وروسته دغه هڅې لا زور ومومي.

عبدالله عبدالله او امرالله صالح د پخوانۍ شمالي ټلوالې مهم غړي یادیږي چې د طالبانو د رژیم د نسکورولو پرمهال یې د امریکایانو کلک ملاتړ وکړ.

امرالله صالح په وار وار دا خبره کړې چې طالبانو د پاکستان په استخباراتي ادارې آی اس ای پورې تړلي دي.

ورته مطالب