اېکن بېري: د القاعده پټنځايونه له پولې پورې دي

اېکن بېري
Image caption طالبان نه شي کولی چې موږ ته ماتې راکړي .

په افغانستان کې د امريکې سفير د لومړي ځل لپاره ومنله چې د القاعده شبکې ، طالبانو او حقاني ډلې پټن ځايونه د افغانستان له پولو پورې غاړه دي.

په کابل کې د امريکې سفير کارل ايکن بيري وويل چې تر اوسه پورې د ترهگرو ډلو مشران په افغانستان کې نه دي موندل شوي او واشنگټن به له افغان حکومت سره د ترهگرو ډلو د مشرتابه پر ضد يو ځاى کار کوي .

ښاغلي بيري د اسامه وژنه د سيمې په کچه د سولې او امن د راوستو لپاره يو ارزښتناک گام وباله، خو دا گوت څنډنه يې هم وکړه چې طالبان نه شي کولاى امريکې ته ماته ورکړي .

د اسامه بن لادن تر وژل کيدو څلور ورځې وروسته په کابل کې د امريکې سفير په لومړي ځل له دې خبرې پلو پورته کړ چې گواکې د ترهگريزو ډلو مشران په افغانستان کې نه بلکې د هغوى ځالې او پټن ځايونه د پولې پورې غاړه دي .

کارل ايکن بيري سره له دې چې په پاکستان کې يې د اسامه بن لادن وژل کيده د ترهگرۍ په وړاندې د نړيوالې مبارزې ستره لاس ته راوړنه په گوته کړه ، خو دا يې هم وويل چې د ترهگرۍ پر ضد مبارزه د هغوى د تولو چارو په سر ، سر کې ځاى لري.

ښاغلى ايمن بيزي وايي چې واشنگټن به د ټولې هغه هڅې په کار واچوي چې پر مټ يې د ترهگرو ډلو مشسران يا ونيول شي او يا هم له منځه لاړ شي.

ښاغلي بيري د بي بي سي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د دغو ترهگرو ډلو نور مشران به هم په پاکستان کې وي وويل چې دا نوره روښانه شوې چې د القاعده شبکې طالبانو او حقاني ډلې مشران په افغانستان کې نه شته :

(( د القاعده شبکې د لوړپوړو مشرانو ، طالبانو او حقاني ډلې پټن ځايونه په افغانستان کې نه دي موندل شوي ، هغه ډلې چې د افغان دولت نه ناراضه دي او په دغه هيواد کې اوسيږي ټول يې جنايت کونکي ، او د نشه يي توکو قاچاق کونکي دي ، خو د القاعده شبکې ، حقاني ډلې او د طالبانو لوړپوړي مشران ستاسو په هيواد کې نه شته ، د هغوى پټن ځايونه هم له افغانستانه بهر دي. ))

ښاغلي ايکن بيري وويل چې په تيرو وروستيو کلونو کې افغانان د اسامه بن لادن د هڅو اصلي قربانيان وو ، خو هغه د طالبانو ته اوسنى فرصت هغه موقه وبلله چې کولاى شي له القاعدې نه رابيل شي.

او په افغانستان د سولې له بهير سره يو ځاى شي ، خو دا يې هم په دانگ پيلې توگه وويل چې طالبن دې پر دې پوه شي چې نه شي کولاى هغوى ته ماتې ورکړي :

((طالبان نه شي کولاى چې موږ ته ماتې راکړي ، خو دا کولاى شي چې له القاعده شبکې نه ځانونه بيل کړي او د روغې جوړې له بهير سره ورگډ شي ، زه گومان کوم چې تر دې دمه طالبانو ته د سولې له بهير سره د يو ځاى کيدو بل داسې ښه فرصت نه و برابر شوى ، که چيرته طالبان له دغه فرصته گټه پورته کړي نو ورسره به په افغانستان کې سوله هم ټينگه شي . ))

خو دغه امريکايي چارواکي په پاکستان کې د اسامه له وژل کيدو وروسته د جگړې د جغرافيې په تړاو نيغې خبرې ونه کړې.

خو دا هيله يې څرگنده کړه د هغو مالوماتو او استخباراتي اطلاعاتو پر مټ چې د اسامه د وژل کيدو له ځايه يې تر گوتو کړي ، نو وبه کړاى شي چې د ترهگرۍ پر ضد خپله مبارزه نوره هم کوټلې کړي .

ورته مطالب