په افغانستان کې سېلاوونو ۱۱ کسه وژلي

په شمال کې سېلاوونه
Image caption په شمال کې په زرګونه جريبه ځمکه، څاروي او زيات شمېر کورونه هم وېجاړ شوي.

د افغانستان په یو شمېر شمالي ولايتونو کې د سختو اورښتونو له امله راوتلو سېلاوونو د کابل- بغلان ترمنځ لوی لار تړلې ده .

کندز ، تخار او بغلان هغه درې شمالي ولايتونه دي چې تر نورو زيات د سېلاوونو له امله اغېزمن شوي دي.

له سيمې نه د بي بي سي ځايي خبريال وايي چې د اورښتونو له امله راوتلو سېلاوونو په بغلان ولايت کې څلور تنه وژلي چې دوه په کې ماشومان دي.

له تخار ولايت نه ورکړل شوي راپورونه وايي چې په دغه ولايت کې د سيلاوونو له امله شپږ کسه لادرکه دي.

په دغو ولايتونو کې په سلګونو جريبه ځمکه او زيات شمېر کورونه هم وېجاړ شوي دي.

بل خوا وړمه ورځ په هرات او بادغيس ولايتونو کې سختو اورښتونو او سېلاوونو اووه کسه وژلي دي.

د دوی لږ تر لږه پنځه کسه د هرات په ګلران ولسوالۍ کې وژل شوي او دوه نور يې د بادغيس په مرکز، قلعه نو کې وژل شوي دي.

د بادغيس ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې سېلاوونو شاوخوا ۳۰ کسه نور ټپيان کړي هم دي.

له دې پرته سېلاوونو د هرات او بادغيس په ولايتونو کې په لسګونو هټۍ او کورونه او په سلګونه جرېبه کرنيزه ځمکه هم وېجاړه کړې ده.

ورته مطالب