د اسامه له مرګه وروسته اسامه

Image caption د اسامه نوم د شوروي پر ضد جگړې راهيسته ځينو افغانانو پر اولادونو ايښی.

د القاعدې د مشر له وژل کیدو یوه ورځ وروسته د پاکستان پولې ته نژدې پر زيږېدلي يوه افغان ماشوم د اسامه نوم اېښودونکى وايي د القاعدې مشر ته يې د درناوي په هيله دا کار کړى دى.

دغه کس پر خپل يوه بل زوى د عراقي القاعده مشر زرقاوي نوم ايښى دی.

د اسامه نوم د شوروي پر ضد جگړې راهيسته ځينو افغانانو پر اولادونو ايښی.

هغه چې اوس ‌‌زلمي شوي د القاعدې په تور کړيدلي او د دغو ماشومانو ميندې بيا وايي چې د اولاد د نوم واک ترې اخيستل شوی دی.

تورې بوړې ته نژدې اوسیدونکی انجینر قیاس هغه افغان دی چې د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن له وژل کیدو یوه ورځ وروسته یې په کور کې ماشوم وزیږید او ده هم له کوم ځنډ پرته اسامه ونوماوه.

دی په یوه نا دولتي موسسه کې کارکوي، بل درې کلن زوی يې زرقاوي نوميږي ، د ده په ګومان دا نومونه د داسې کسانو دي چې د څوکۍ لپاره يې جنګ نه کاوه.

زرقاوي څوکاله د مخه په عراق کې او اسامه همدا څو ورځې د مخه د ۲۰۱۱ کال د مې په دويمه په پاکستان کې د امریکايي ځواکونو په برید کې ووژل شو.

ښاغلي قیاس پر خپلو زامنو د دا ډول نومونو اېښودلو دليل را واوراوه :

(( په خپلو زامنو مو ځګه دغه نومونه اېښي چې دوی خو مجاهدین دي او هېڅکله یې هم د څوکۍ لپاره جنګ کړی نه دی، يوازې د اسلام لپاره جنګیدلي دي.))

يوه افغان ډاکټر راته وویل،چې دی داسې څو کسه نور هم پېژني چې د القاعده ډلې مشر له وژل کیدو وروسته یې پر خپلو نویو زیږیدلیو زامنو د اسامه نوم اېښی دی.

خو دا نوم يوازې اوس نه دی ډیر شوی، داسې کسان هم شته چې آن د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د جهاد په کلونو کې یې خپل ماشومان اسامه نومولي دي.

یو ځوان چې اوس څه باندې شل کاله عمر لري ، پلار یې هم مجاهد و، وايي ده ته د اسامه نوم هغه مهال دریو عربو غوره کړی و.

خو په وينا يې له کلونو وروسته دغه نوم له کړاونو سره مخامخ کړی دی .

څو ويشت کلن افغان اسامه بي بي سي ته د هغې پېښې نکل وکړ چې د خپل نوم له امله له ستونزو سره مخامخ شوی دی:

(( په فاکولته کې استادانو څو څو وارې راته ویلي و چې خپل دا نوم بدل کړه چې ستونزې درته پیدا کیږي.

تېر کال هند ته ولاړم او هلته پر خپل نوم ډېر وځوریدم، پولیسو هره ورځ مانه دا پوښتنه کوله چې ولي دې نوم اسامه دی؟او څنګه پر تا دغه نوم اېښودل شوی؟ هلته ډېر ځوریدم.))

ښايي دغو کړاونو ته په پام سره ځينې ميندې غواړي چې د اولادونو دغه ډول نومونه بدل کړي، خو دغه ميندې وايي پر زامنو یې د کورنیو د یو شمېر غړو له لورې په زوره د اسامه نوم اېښودل شوی دی.

یوه افغان مور چې مستعار نوم يې صفیه وښود، وايي کورنۍ یې د دې له سلا مشورې پرته زوی اسامه نومولی:

(( له بده مرغه زموږ په ټولنه کې، کله چې یوه ښځه مور کېږي هغه ته څوک دا حق نه ورکوي چې پر خپل زوی د خپلې خوښې نوم کېږدي.

زما خسر او لیورونو مې پر زوی اسامه نوم کېښود او ویل یې چې اسامه د اسلام لپاره جنګیږي.زما علي نوم خوښیده او غوښتل مې چې پر خپل زوی همدغه نوم کېږدم.))

آغلې صفيه وايي دا مهال یې اسامه زوی په دويم ټولګی کې دی او وخت ناوخت د خپلو ټولګیوالو او نورو خلکو له لورې پر خپل نوم ځورول کیږي:

((کله چې په اسامه پسې خلک ګرځیدل، ماشومانو، او آن لویانو، د کوڅې ځوانانو او هلکانو به زما زوی ته ویل چې ستا پر سر پېسې اېښودل شوي، تا په ګیر ورکوم او جایزه اخلم،هغه به ژړل.

اوس چې اسامه وژل شوی زما زوی ته خلک وايي اسامه ووژل شو،کله په ژړا شي او راشي ماته ووايي د هېچا نوم هم اسامه نه دی).

د اسامه نوم د ډيورنډ له کرښې ها پلوهم يو شمير خلکو پر خپلو زامنو ايښی دی.

د القاعدې مشر اسامه بن لادن اسلام اباد ته نژدې د امريکايي ځواکونو له خوا ووژل شو خو د ده نوم لا هم د کرښې دواړو غاړو ته د ځينو لپاره سرخوږی جوړ کړی دی .

ورته مطالب