'پاکستان د ځانمرګو په مخنيوي کې له زړه کار نه کوي'

Image caption د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي طالبان دا مهال د وسله والو له کمښت سره مخ شوي، نو له همدې کبله په جګړې کې له تنکیو ځوانانو او هلکانو کار اخلي او ځانمرګو بریدونو ته یې هڅوي.

د افغانستان د ملي امنیت اداره پاکستان تورنوي چې د ځانمرګو او مخالفینو د فاعلیتونو په مخنیوي کې فعال اقدام نه دی کړی، چې دا به یا قصدي او یا هم نه پاملرنې له کبله وي.

د ملي امنیت ادارې دغه راز خبري رسنیو ته پنځه تنه هغه ځانمرګي ماشومان وښوول چې عمرونه یې تر څوارلس کلونو لوړ نه وو.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي طالبان دا مهال د وسله والو له کمښت سره مخ شوي، نو له همدې کبله په جګړې کې له تنکیو ځوانانو او هلکانو کار اخلي او ځانمرګو بریدونو ته یې هڅوي.

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې ویاند لطف الله مشعل وايي د دوی د اطلاعاتو له مخې سلګونه تنه نور تنکي ځوانان د ځانمرګو بریدونو لپاره تیار شوي دي.

د ملي امینت ادارې پنځه تنه ماشومان چې ویل یې عمرونه یې تر دیارلسو کلونو کم دي هم خبري رسنیو ته وښوول، په دوی کې څلور تنه یې په تورخم او یو بل تن یې په غزني ولایت کې نیول شوي وو.

ښاغلی مشعل وايي په تورخم کې څلور تنه ماشومان په پاکستان کې د ځانمرګو بریدونو لپاره روزل شوي وو:

''دا ماشومان له پېښوره وروړاندې د اټک په سیمه کې په پنجاب پورې د خیرآباد په نوم سیمه کې په یوې مدرسې کې سبق لوسته، چې دوی د القاعدې او ورسرتړلو افراطي سازمانونو له خوا روزل شوي، دوی ډېر واړه هلکان دي.''

په جلال آباد کې نیول شوي هلکان چې کله د خبریالان مخ ته راوړل شول، خولې یې له خندا ډکې وې، او د خبریالانو پوښتنو ته یې تر ډېر سم ځوابونه ونه شو ویلای، خو هغه هلک چې په غزني کې نیول شوی خپله کیسه یې داسې وکړه:

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ملي امینت اداره وايي تېره اوونۍ د پکتیکا په ولایت کې او همدا راز په کونړ ولایت کې پر یو تن قومي مشر دوو تنو دولس کلنو هلکانو ځانمرګي بریدونه کړي وو.

''زه یې د موبایل تیلې فونونو د غلا په تور نیولی وم، او راته ویل یې چې ستا لاس او پښه پرې کیږي، خو که واسکټ اغوندې او ځانمرګی برید کوې نو بیا څه نه درته وایو. ما هم ورسره ومنله.

په لومړۍ شپه یې د تومانچې چلول را زده کړل، په دویمه شپه یې واسکټ راواخیست او زما عکسونه یې واخیستل. سهار یې پر واسکټ راوغوست او پر موټرسایکل یې راسپور کړم، د چهل تن یې راوستم او نور یې راته وویل چې ورشه او برید وکړه''.

د ملي امینت اداره وايي تېره اوونۍ د پکتیکا په ولایت کې او همدا راز په کونړ ولایت کې پر یو تن قومي مشر دوو تنو دولس کلنو هلکانو ځانمرګي بریدونه کړي وو.

ورته مطالب