لغمان: پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید وشو

د افغانستان ختيځ ولایت لغمان د قرغیو ولسوالۍ ودانې په مخ کې پر کورنیو او بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید شوی .

د قرغیو ولسوالۍ یوه چارواکي، چې د نامه له اخیستو یې ډډه کړې، ویلي برید د افغان او ناټو چارواکو ترمنځ د یوې غونډې تر پای ته رسېدو وروسته په نظام قراول کې وشو.

سرچینه وايي په دغه برید کې درې امریکايي پوځيان، دوه افغان پولیس او دوه ملکي کسان ټپیان شوي دي.

د قرغیو ولسوال صالح محمد رسنیو ته ویلي برید نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې شوی دی.

نوموړي ويلي چې د برید هدف بهرني ځواکونه ول، چې کېدای شي په دغه برید کې مرګ ژوبله هم اوښتې وي، خو دقیقه شمېره یې تر اوسه مالومه نه ده.

عيني شاهدانو ویلي ځانوژونکی پلی روان و، چې د بهرنو ځواکونو له رسېدو سره سم یې خپل ځان وچووه.

په کابل کې ایساف ځواکونو برید تایید کړی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

د برید پړه تراوسه چا پرغاړه نه ده اخیستې.

ورته مطالب