اکسفام: د افغان ځواکونو له خوا له بشري حقونو د سرغړاوي مخنيوی دې وشي

افغان سرتېری
Image caption د اکسفام د دغه رپوټ په وينا شاوخوا څلوېښت زره افغان پوليسو ته ښوونه او رزونه نه ده ورکړل شوې.

د اکسفام په نامه د بريتانيا خيريه ټولنه وايي نړيوال ځواکونه بايد نور ډېر اړين گامونه واخلي چې د افغان ځواکونو له خوا له بشري حقونو د سرغړاوي او په دې ډله کې د وژنو او پر ماشومانو د جنسي تېريو مخينوی وشي.

اکسفام د سې شنبې ورځ د غوايه په ۲۰ مه او د مې په ۱۰ مه په خپل راپور کې له بهرنيو ځواکونو غوښتنه کړې چې د افغان ځواکونو له لوری له بشري حقونو پرله پسې سرغړونو په وړاندې جدي ګامونه واخلي.

راپور چې د ”ضايع کونې لپاره وخت نه دی پاتې“ تر سرليک لاندې خپور شوی، په کې ويل شوي، د روان کال په جولای کې د بهرنيو ځواکونو د وتنې بهير له پيل مخکې لازمه ده د څارنې ځينې تدبيرونه ترسره شي، چې له مخې يې د بشري حقونو له کرښو د افغان ځواکونو د تېرېدنې مخنيوی وشي.

د افغان پوليسو او افغان پوځ شمېر اوس په گډه نژدې دری سوه زرو ته رسېږي، خو د اکسفام رپوټ وايي چې لا ډېر وخت ته اړتيا ده چې دوى وکولى شي چې په ښه او ډاډمنه توگه د افغانانو امنيت خوندي کړي.

له بشري حقونو د سرغړونې پېښې

د اکسفام د دغه رپوټ په وينا شاوخوا څلوېښت زره افغان پوليسو ته ښوونه او رزونه نه ده ورکړل شوې. رپوټ تېر کال افغانستان کې افغان امنيتي ځواکونه پړه بولي چې د شاوخوا دری زره وژل شويو ولسي وگړيو لس سلنې مرګونه د دوی له فعاليت سره تړاو لري.

د اکسفام د دغه رپوټ يوه ليکواله ربيکا باربر وايي له بشري حقونو سرغړونه کې بېلابېلې بڼې شاملې دي:

”په دغه رپوټ کې د افغان امنيتي ځواکونو او سر تېريو د کړنو څرنگوالي په اړه اندېښنه په ډاگه شوې ده. ځينو ځانګړو پېښو ته اشاره شوې، د بېلگې په توگه په وسله وال ځواکونو کې د ماشومانو استخدام او پر هغوی جنسي تېری، بنديانو سره د ناوړه چلن په ځينو وختونو کې د وسله والو ځواکونو له خوا د ملکي وگړيو وژنه او په دې برخه کې د حساب کتاب نه موجوديت.

خو په راپور کې دا هم راغلي چې په تېرو دوه کلونو کې د حساب ورکونې په برخه کې پرمختگ شوى دی. بيا هم د اغېز يوه داسې مرجع چې په جدي توگه د افغان ملکي وگړيو شکايتونه واوري او يا پري دقېقه پلټنه وکړي وجود نه لري“

په دې توګه راپور افغان پوليس د جنسي تېري او وژنو په پېښو کې پړه بولي او پوځ تورنوي چې له هغه وروسته يې خپل يو سرتېري ته د تېښتې لار پرانيسته چې يوه نجلۍ يې ووژله.

د افغانستان په يوشمېر سيمو کې خلک د پوليسو په اړه ډېر بد نظر لري. فساد او نېشې د پوليسو په ليکو کې پراخه ستونزه ده.

په همدې حال کې رپوټ وايي اوس په افغانستان کې داسې يوه اداره نه شته چې خلک د پوليسو او سرتېريو د بدو کړو وړو په اړه خپل شکايتونه ور ورسوي او يا په دې ډاډه شي چې شکايتونه يې ځاى نيسي.

د اکسفام خيريه ټولنې د خپل راپور په پاى کې له نړيوالو ځواکونو غوښتنه کړې چې ٢٠١٤ کال له افغانستانه له وتلو مخکې بايد د افغان ځواکونو د وړتيا د ښه والي او د هغوی په ليکو کې د حساب ورکونې احساس د رامنځته کولو په موخه ډېر نور اړين گامونه پورته کړي.

ورته مطالب