څېړنه: د طالب مشرانو هدفي وژنې ناسمې پايلې لري

امريکايی
Image caption افغان جګړه کې ډېر ځله په تېروتنه ملکيانو ته مرګژږبله رسېږي.

په افغانستان کې يوې تازه څېړنې د وسله والو مخالفانو د مشرانو او قومندانانو د هدفي وژنو په اړه د ناټو ایساف ځواکونو پر تګلارې کلکې نيوکې شوي دي. دغه څېړنه د القاعدې مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو یوه اوونۍ وروسته خپرېږي.

څېړنه د افغانستان د څېړونکيو شبکې له خوا خپره شوې، او په کې راغلي چې دغه ډول عملیات ډېر ځله پرناسمو استخباراتي رپوټونو ولاړ وي او له همدې کبله په کې د اصلي هدف پر ځای تر ډېره ملکي او بې ګناه وګړي وژل کېږي.

په څېړنه کې د ناسمو استخباراتي معلوماتو پرمټ د نښه کونې دغه ډول عملیاتو قانوني اړخ هم ننګول شوی دی.

د طالبانو د سیمه ییزو مشرانو او قومندانانو د هدفي وژنو په اړه د ناټو پر تګلاره د افغانستان د څېړونکيو شبکې له نیوکو ډکه دغه څېړنه تر ډېره د دغې تګلارې د ناکامۍ پر بېلګو ولاړه ده.

د څېړنې د سر خبره همدا ده چې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژنې ترجبې ګواکي د امریکا په پوځ کې د طالبانو په تړاو هم د هدفي وژنو د تګلارې د ملاتړو دريځ غښتلی کړی دی.

البته څېړونکي ډله خپل رپوټ د القاعده د مشر له وژل کېدو سره تړلی نه ګڼي او د وخت له اړخه يې له دغې پېښې سره نژدې والی یو تصادف بولي.

تېروتنه نه شي توجيه کېدی

Image caption د بمباريو پر وخت ډېر کله د ملکيانو د مرګژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

څېړنه ليکي چې د کوم نښه شوي کس پرځای د بل چا وژنه په هېڅ ډول نه شي توجيه کېدی.

څېړنه د دا وړ ناکامه عملياتو د ګڼو بېلګو له منځه تېر منی په تخار ولايت کی د طالبانو د مرستيال والي پر ځای د ضابط امان الله په نامه د یو بل تن د وژنې تفصيلي بېلګه را اخلي.

څېړنه وايي چې وژل شوي کس لس کاله وړاندې وسله اېښې وه، او عادي ژوند يې کاوه خو د امریکایانو اصلي هدف یانې په تخار کې مرستیال والي محمد امین اوس هم ژوندی دی او ان دا چې دوی ورسره له پېښې وروسته په پاکستان کې یو ځل خبرې هم کړې دي.

په دې اړه راپور دلته اوېدی شیء:

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د څېړنې مشرې څېړونکې کېټ کلارک چې پوره اته میاشتې پر همدغې څېړنې بوخته وه، بي بي سي ته په څرګندونو کې د تخار همدغه بېلګه د ناټو د استخباراتو د ناکامۍ خورا څرنګه بېلګه وبلله:

"زما په ګومان دغه پېښه د هغو اطلاعاتو ناسم والی په ډاګه کوي چې پر مټ يې برید سمبال شوی و، په هدفي وژنو کې تاسو یو ځانګړی شخص په نښه کوئ او بیا يې وژنئ، البته تاسو دغه کس د جګړې په ډګر او یا د سړک پرغاړه د بم ايښودلو پرمهال نه وژنئ، بلکې د استخباراتي معلوماتو پر مټ يې لټوئ او د هغه د وژلو په نیت برید کوئ.

نو ځکه خو په کار دا ده چې له بریده وړاندې د در کړای شویو استخباراتي معلوماتو کره والی یقیني کړئ، که داسې ونه شي، نو په پایله کې به مو یو بې ګناه ملکي کس وژلی وي. البته ځينې دا استدلال کوي چې په افغانستان کې جګړه اسانه کار نه دی، خو له دې سره سره، جګړه ځانته قانون لري او په جګړه کې ښکېل ځواکونه ددغه قانون په درناوي ملکف دي."

له وچو د لندو سوځېدنه

څېړنه همدغې بېلګې ته په کتو د امریکا د پوځ حقوقي سلاکاران له دوه جدي ننګونو سره مخامخ بولي اول دا چې که د برید پر مهال د نښه شوي کس خوا ته ملکي وګړي موجود وي نو هغوی هم د هدف په کتار کې شمېرل کېږي که څنګه؟

او دا چې ایا د یوه جنګیالي او ملکي وګړي د تعریف په برید یا پوله کې هم څه بدلون راغلی که څنګه؟

له لویه سره هدفي وژنې په افغانستان کې د امریکايي ځواکنو د جګړه ييزې تګلارې یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.

ددغې تګلارې اصلي هدف چې شاوخوا ۴ کاله وړاندې رامخې ته شوې، د سر د سړيو په ایسته کولو سره د طالبانو ماتول او یا لږ ترلږه د هغوی کمزوري کول او پرعکس د افغان حکومت د دريځ غښتلي کول یادېږي.

خو نیوکه کوونکي وايي ددا وړ عملیاتو په ترڅ کې د ملکي تلفاتو د تلې دروندوالی سرچپه اغېز پريستی او پر نړیوالو ځواکونو یې نیوکې ډېرې کړې دي.

ورته مطالب