ستاسې غږ: له وسله والو مخالفانو سره دې خبرې وشي که نه؟

ستاسې غږ د انځور حقوق BBC Pashto
Image caption که نظر يا پوښتنه لرئ کولئ شئ ستاسې غږ خپرونې ته تل زنگ ووهئ

نن سبا تر بل هروخته په افغانستان کې د سولې په تړاو ډېرې خبرې اترې خوله په خوله کېږي . له واشنگټنه تر توکيو او له لندنه نيولې تر استراليا پورې ټول نړيوا ل مشران وايي چې په افغانستان کې دې له وسله والو مخالفانو سره خبرې اترې وشي.

اوس ډېر په دې باور دي چې په جنگ ځپلي افغانستان کې شخړه د ټوپک په زور نه حل کېږي.

ولسمشرحامد کرزى طالبان او د گلبدين حکمتيار ملاتړي چې وسله وال مخالفت کوي خپل ناراضي وروڼه گڼي اود پخلاينې لپاره يې يو لوى کميسيون ټاکلى چې پراخې منډې ترړې يې پيل کړې دي.

خو د هغه يو شمېر سيا سي مخالفان لکه ډاکټر عبدالله عبدالله او امرالله صالح طالبان خپل دښمنان گڼي او وايي له هغوى سره بايد سوله ونه شي. د دوى اصلي اندېښنې څه شئ دي؟ او د حکومت يا د سولې د ملاتړو غبرگون ورته څه دى؟

دارنگه تاسو څه فکر کوئ چې د افغان حکومت له وسله والو مخالفانو سره د ې خبرې وشي؟ که ودې شي نو څه ډول؟

که نظر يا پوښتنه لرئ کولئ شئ د پنجشنبې په ما ښامنۍ خپرونه کې په دې شمېره راته زنگ ووهئ:

00442078360331

دارنگه کولئ شئ په دې پته برېښناليک هم راواستوئ:

Pashto@bbc.co.uk

پردې سر بېره د خپرونې پر مهال په دې شمېره لنډ پيغام يا اس ام اس هم را استولى شئ:

00447786208888