هند او افغانستان ستراتيژيک سند لاسليکوي

کرزی او منموهن سنګهـ د انځور حقوق Reuters
Image caption دا افغانستان ته د هند د لومړي وزیر دوهم سفر دی.

د هند لومړي وزیر منموهن سنګهـ په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیک سند پر لاسلیکولو موافقه وکړه. د دغه سند د جوړولو پر سره به د دواړو خواوو ترمنځ ډېر ژر خبرې پیل شي.

دا افغانستان ته د هند د لومړي وزیر دوهم سفر دی.

د هند لومړي وزیر له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د لېدنې پر مهال له افغان حکومت سره د هند پر مرستو ټینګار وکړ.

هند په تېرو اتو کلونو کې له افغانستان سره نژدې یو نیم میلیارد ډالره مرسته کړې، چې زیاتره یې په برېښنايي پروژو، د ولسي جرګې د ودانې پر جوړولو او د لوړو زده کړو په برخو کې لګول شوي دي.

سربېره پر دې د هند لومړي وزیر له افغان ولسمشر سره د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د خپل هېواد د نورو مرستو اعلان هم وکړ:

((موږ دلته له افغان حکومت سره یو لړ نوې ژمنې وکړې چې په نږدې څو کلونو کې به له افغانستان سره شاوخوا پنځه سوه میلیونه ډاله مرسته وکړو، دا پېسې به د افغان حکومت په سلا په ځانګړو پروژو او برخو ولګول شي.

موږ به خپل زیات پام ټولنیزو چارو، د کرنېزو چارو د پرمختګ، د ظرفیتونو لوړولو، هندي بازار ته د لاسرسي او بنسټيزو پروژو ته واړوو.))

د دواړو هېوادونو چارواکو دغه راز د هند او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د سند پرلاسلیک هم موافقه وکړه او ویې ویل چې د دې سند پر جوړولو به ډېر ژر کار پیل شي.

د دواړو هېوادونو د چارواکو په وینا دغه ستراتیژیکې اړیکې به د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو په چوکاټ کې چې مخکې جوړ شوی خپلې چارې ترسره کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي وویل دوی له هندي خوا سره د ستراتیژیکو همکاریو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي:

((موږ نن د هند ښاغلي صدراعظم او له راغلي پلاوي سره د هند او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر ښه کولو، د ژورو ستراتیژیکو اړیکو ، د سیمې د مسلو، له امریکا سره د اړیکو، د افغانستان د راتلونکي لرلید، په افغانستان کې د سولې، له ترهګرۍ سره د مبارزې، له افغانستان سره د اقتصادي مرستو او په افغانستان کې د یو ښه ژوند په لور او د یوه ښه اقتصاد په تړاو بشپړې او هر اړخېزې خبرې وکړې)).

د هند لومړی وزیر داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د القاعدې ډلې مشر په پاکستان کې د امریکايي ځواکونو له خوا ووژل شو.

د هند او پاکستان تر منځ اړیکې د ممبيي د بریدونو څخه وروسته کړکېچنې شوې دي.

خو ښاغلي سنګهـ کابل ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې ټینګار وکړ، چې د دوی سفر او له افغانستان سره مرستې به یې د اسلام اباد او کابل تر منځ پر اړیکو کوم اغېز پرې نه باسي.

ورته مطالب