ناټو: د سیمې د ثبات لپاره د پاکستان مثبت رول مهم دی

راسموسن د انځور حقوق BBC World Service
Image caption راسموسن یوځل بیا خپله هغه ژمنه تکرار کړه چې د روان کال په جولای کې به افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل پیلېږي، چې دا لړۍ به د ۲۰۱۴ تر پایه بشپړه شي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فو راسموسن ویلي په افغانستان او سیمه کې د سولې او د ثبات د ټینګېدا لپاره د پاکستان مثبت رول لوبولو ته اړتیا ده.

راسموسن ویلي، که چېرې په سیمه او افغانستان کې د اوږدمهاله سولې لپاره لېوالتیا وي، باید پاکستان په کې رغنده او مثبت رول ولوبوي.

نوموړي ويلي، د سولې په بهیر کې د پاکستان راګډول له دې کبله مهم دي، چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو (پاکستان او هند) ترمنځ د رامنځ ته شوې ترینګلتیا کچه راټيته کړای شي.

ښاغلي راسموسن دا خبرې وروسته له هغه کړې، چې د هند لومړي وزیر کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې افغان ملي شورا ته په وینا کې د خپل هېواد له اړخه له وسله والو سره د سولې د بهیر ملاتړ اعلان کړ.

د هند لومړی وزیر منموهن سنګهـ افغان پارلمان ته په وینا کې وویل چې افغانستان او هند له ورته ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي او په خبره یې په سیمه کې د ثبات په ټینګولو کې د لویدیځ پرځای پخپله همدا د سیمې هیوادونه مهم رول لوبولی شي.

ښاغلي سنګ دا هم وویل چې هند چمتو دی چې له افغانستان سره د امنیتي مسوولیتونو د لېږد په برخه کې مرسته وکړي، خو په دې اړه ډیر جزییات ورنه کړل.

د ناټو سرمنشي دا هم ویلي، چې افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو تر سپارلو وروسته به د ناټو رول بدل شي.

نوموړي یوځل بیا خپله هغه ژمنه تکرار کړه چې د روان کال په جولای کې به افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل پیلېږي، چې دا لړۍ به د ۲۰۱۴ تر پایه بشپړه شي.

نوموړي وویل، چې له طالبانو سره جګړه ییز عملیات به د افغانانو له خوا پرمخ بېول کېږي:

''زه پوره تمه نه لرم چې تر ۲۰۱۴ یا ۲۰۱۵ پورې به د لېږد بهیر کاملاً بشپړ شي. خو دا ویلای شم چې زموږ د ځواکونو جګړه ییز رول به د ملاتړو په رول بدل شي. خو اوس موږ پر هغې نقشې برابرولو لګیا یو، چې په لړ کې یې افغان ځواکونو ته امنيتي چارې سپارل کېږي. ''

نوموړي ویلي، چې په لومړي پړاو کې به لکه څرنګه چې ولسمشر کرزي اعلان کړی، د اوو سیمو امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.

ورته مطالب