په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پیلوزی، ادبي هنري اوونیز پروګرام

Image caption په چین کې پر ټولو جاسوسي او جرمي سریالونو بندیز ولګول شو.

د يوه پښتو څيړنيز اثر خپريدل او بيا پر همدې اړه په پښتو ادب کې د څيړنيز رنگ د پيکه کيدو لاملونه هغه خبرې دي چې په يوه راپور او يوه لنډ بحث کې به يې وڅيړو.

بيا به پيلوزي د ارواښاد علامه پوهاند عبدالحى حبيبي پر مزار بل کړو چې مينه والو پتنگانو يې په سويلي هلمند ولايت کې٢٧ تلين ولمانځۀ. ورپسې د خوست په لوري پيښه وکړو او چنار مشاعره کې به د خپل ذوق کنډولونه د هنر له ميو لبريز کړو. خو نور څه هم لرو راسره يې واورئ.